۳- هغه نيک کارونه چې مالي او بدني دواړو ته ضرورت لري لکه : حج ، جهاد ، د علم کسب او نور .
د خير او نيکو کارونو د لارو زياتوالی د الله تعالی د طرف نه يو فضل او محبت دی تر څو مونږ وکولای شو د خپل وس مطابق نيک کارونه تر سره کړو .
ته هم توانيږي :
له ابوذر رضی الله عنه نه روايت دی چه ځنو خلکو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چه : ثواب بډايو او مالدارو خلکو يوړ ! هغوی زمونږ په شان لمونځ کوي ،روژه نيسي او اضافه په هغه باندې صدقات ورکوي .رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :آيا تاسې ته الله جل جلاله داسې شی نه دې مقرر کړي چه صدقه يې کړئ ؟ په هر تسبيح (سبحان الله ويل) د تاسې د پاره صدقه ده او هر تکبير (الله اکبر ويل ) صدقه ده او هر تحميد (الحمد لله ويل ) صدقه ده او هر تهليل (لااله الاالله ويل ) صدقه ده او په ښه کار امر کول صدقه ده او د هر بد کار نه منع کول صدقه ده او د خپلې بی بی سره کورواله کول صدقه ده .
هغوی وويل : ايا که له مونږ څخه څوک خپل شهوت پوره کړي هم صدقه ده ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ماته ووايی که کوم شخص خپل شهوت په حرامه لاره پوره کړي آيا هغه د پاره به ګناه وي ؟ په همدې ډول که څوک هغه په حلال ډول وکاروي اجر او ثواب لري .(رواه مسلم ) .
په دې حديث شريف ډير درسونه روښانه کيږي يو له هغه دا چې صدقات يوازی په مال پورې اړه نه لري بلکي د اسلام په طريقه سره هر نيک او د خير کار صدقه ده او بل دا چې انسان د حرام کار څخه د پرهيز په نيت مباح کار وکړي هم ثواب لري .
بايد هيڅ نيک او غوره کار کم ونه ګڼو :
لکه څنګه مو چې ولوستل د نيکۍ ډيرې لارې دي او مونږ کولای شو په هر ځای او وخت کې نيک کارونه وکړو زيات نيک کارونه ممکن زمونږ په سترګو کې کم ښکاره شي مګر د اهل خير انسانان پوهيږي چه هره نيکي او خير خپل ارزښت لري او له بله طرفه همدا وړه نيکي د لويو لويو نيکيو د پاره لاره هواروي .
له ابوذر نه روايت چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هيڅ نيک کار کم مه شميرئ حتی (کچيرې دغه نيک کار دا وي چه) له خپل مسلمان ورور سره په ورين تندې مخامخ شې (رواه مسلم ) .
ټوله ورځ نيکي کول :
فکر کوم که لاندې حديث شريف ولولو پوهيږو چه څنګه يو مسلمان انسان کولای شي ټوله ورځ په نيکو کارونو تيره کړي .
له ابو هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : په ورځ کې چې لمر خيږي د انسان هر بند باندې صدقه لازمه ده .داچې د دوو تنو په مينځ کې عدالت وکړي صدقه ده ،يا داچې يو کس سره د سورلی پورته کيدو کې کومک وکړي ،يا په سورلی باندې د بار پورته کولو په وخت له هغه سره کومک وکړي خپله صدقه ده ،نيکه خبره او وينا صدقه ده ، د جومات په لورې قدم اخيستل صدقه ده او د لارې نه د اذيت او آزار شي لرې کول صدقه ده .(متفق عليه )
حتی پر حيواناتو باندې رحم کول :
د ابو هرِيرة نه روايت دی چه رسو الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :يوه فاحشه ښځه وبخښل شوه هغې ښځې يو سپی وليد چې د چاه تر څنګ و سپی وليد چه د تږې له سختی څخه يې ژبه تر خوله ايستلی ده او نږيدې دی چې مړ شي ،هغې خپله بوټ په ټکري پورې وټړلو او په دې شان يې له چاه څخه اوبه وښکلې (او سپي ته يې نجات ورکړ ) ددې کار په وجه هغه وبښل شوه (رواه بخاري 3321 ) .
حتی په نيمه خرما :
شايد خپله ته ووايي زه کافي مال او دولت نه لرم چې له چا سره مرسته وکړم يا د خير په کارونو کې ونډه واخم .مګر بايد پوه شو چې الله تعالی له مونږ څخه د خپل توان په اندازه نيک او خير کار غواړي .
ستا مالي توان څومره دی ؟ ايا دا توان لرې چه نيمه خرما ورکړې ؟ضرور به ووايې چه له دې زيات ! پس معطل مه کوه هماغه مقدار صدقه کړه کوم چه ستا په توان کې دی .
عدي بن حاتم رضی الله عنه وايي وامې وريدل چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : د دوزخ د اور نه ځان بچ کړئ اګر که په نيمه خرما هم وي (متفق عليه ) .
نتيجه :
۱- هره ورځ بدن صدقې ته ضورت لري .
۲- په هر ډول شرايطو کې کولای شو نيک کار تر سره کړو .
۳- د هر ساه لرونکي سره کومک او په هغه باندې رحم کول اجر لري .
۴- هر نيک کار صدقه ده .
۵- د خير او نيکۍ لارې محدودې نه دي .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستانتان شریک سازید تا آنها هم بهرهمند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹