ډیرمحترمو د اسلامې لارښود چلوونکو !
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛ لوی رب جل جلاله مورپه خپل فضل سره وساته. آمین؛
موږ یو څو داسی پوښتنې لرو چی په خپله ور پکې واقع یو؛ هسی فرضی یا وهمی مسئلې نه دی هیله ده چی مفصل اومستند جوابونه به راکړئ ترڅو زموږ او د نورو ټولو مسلمانانولپاره د دنیا او د آخرت دفلاح سبب شي؛
لومړۍ پوښتنه :له هیواد څخه د باندی زموږ په نورو هیوادونوکی هټۍ(دکانونه) دی چی هلته ګډوډ خلګ؛یعنی مسلمانان اوغیرمسلمانان ټول یود بل په ګاونډ کی ژوند سره کوي؛زموږ په هټیوکی بیخي ډیرشیان د:نیسټلی؛ nistli ؛کوکاکولا؛پیپسی؛نیډو؛ اونورو دغه ډول کمپنیو پلورل کیږي؛پخواموږ په دی نه ووخبرچی دغه کمپنۍ اونورې د چادي؟څه کارکوي؟اوله کومه ځایه څخه تمویلیږي؛یا د چا په پانګونه جوړې شوی دي ؟خواوس مو واوریدل چی دغه ډول په سلګونوکمپنۍ د یهودیانودي؛دیهودیانودخفیه تحریک (فریمیسن) په پانګه جوړی شوی اوپه مسلمانانوکی داخلاقی ؛عقیدوی؛روغتیایئ؛اونورو ډول ډول؛ فساداتود خپرولو لپاره کارکوي؛ نو په دی مورد کی پوښتنه پرڅوبرخومشتمله کیږي؛
1/ د داسی کمپنیو په اړه حقیقت څه شی دی؟ آیا رښتیاهم داغه کمپنۍ دغسی دی اوداغسی ایډیالوژی لری ؟
همدا راز دنیستلي کمپنۍ په هکله راغلي چې په دي کمپنۍ کې اسرايلو هم څه حصص یاشیرز اخستي اوپه کمپنۍ کې شرکة کړی دی خوپه مطلق شرکة سره دمنع جواز حکم نه راځې
2/د داسی څیزونوپلورل اوپېرودل جوازلری چی په هغوی کی داغسی شبهه وی؟اوکه داغسی خبره ورکی یقیني وی نوبیایئ دپلورنې اوپېرودنې څه حکم دی؟
3/د مسلمانانو لپاره د داسی شیانواستعمال څه حکم لری؟د مجبورۍ پر وخت یئ استعمالولای شی که نه ؟ د مجبورۍ کوم صورتونه دی چی سړی په هغه وخت کی معذور وګڼل شی؟.
دوهمه پوښتنه :
لکه چی مخکی موعرض وکړچی همالته غیرمسلمان هم وسیږي نوپرهغوی باندی دغه شیان پلورل زموږلپاره روا دی که نه؟په داسی حال کی چی مسلمانان یئ هم پېري(اخلی) اود مسلمانوسرورخلاصول زموږپه وس کی نشته ځکه ډیرهم دی اوزموږخبره یئ سمه زړه ته هم نه لویږی اوداخولابیله خبره ده چی دخپل دکان دګټوپرخلاف تبلیغ دی؛دیادولووړده چی که دغه شیان زموږپه دکان کی نه وی خلګ ځي اوبل ځای یئ پیداکوي اورانیسی یئ ضمنازموږددکان به ترنیم هم ډیرشیان نه وي.
درېیمه پوښتنه :
دداسی شیانو پلورل په اسلامی هیواد کی څه حکم لری او که غیراسلامی هیواد وی آیاحکم یئ بدلیږی که نه؟
څلورمه پوښتنه:
له کفاروسره په مرسته کولوکی خوبه دغه ډول سوداګری نه ورداخلیږی؛اود مسلمانانو لپاره د خپل مال د حلال ساتلو لاره کومه ده ؟که ښه په تفصیل سره جوابونه راکړئ. والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته؛
حاجی یسین ، حمزه او حاجی عبدالحکیم دکندهار له ښار څخه
——————————————————-
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د ګازي مشروباتو لکه کوکاکولا،پيپسي و غيره په اړه د اسلامي امت د معاصرو فقهاؤ نظرونه مختلف دي چې ځنې يې حرام او ځنې يې مباح بولي .
اول هغه نظريات چې دا مشروبات حرام ګڼې : د هغوی د حرام ګڼلو يو دليل دا دی چې په دې مشروباتو کې د خنځير وازده او وينه او همدارنګه يو مقدار الکحول کډ دي لکه البحوث او موسوعة العربية يې چې په اړه ليکي :
أكدت الأبحاث العلمية والطبية أن شراب البيبسي والكولا يؤديان للإصابة بالسرطان، لأن العنصر الأساسي فيهما مأخوذ من أمعاء الخنازير. وجاء في تقرير نشرته مجلة أردنية أن رئيس جامعة نيودلهي للعلوم والتكنولوجيا د.مانغوشادا أصدر بحثاً علمياً أثبت بموجبه أن العنصر الرئيسي البيبسى والكولا مأخوذ من أمعاء ودم الخنازير وأن مادة البيبسي تسبب السرطان.
وهذا هو التفسير العلمي لارتفاع أعداد الوفيات بأمراض السرطان في العالم (فتوی مجمع البحوث الاسلامية مصر) .
جاء في “الموسوعة العربية العالمية” (26/106) :
” الهضمين أو ” الببسين ” : إنزيم هاضم يوجد في عصارة المعدة ، يقوم بتحويل الأطعمة البروتينيَّة إلى مواد تسمى ” ببتيدات ” . والهضمين يُشبه الإنزيمات في التركيب الكيميائي ، لكنَّ تأثيراته مختلفةٌ تماماً ، إذ إن مفعوله يكون أقوى في بيئةٍ حمضية مثل بيئة المعدة . وليس له تأثيرٌ على الدُّهون و” الكربوهيدرات ” . وتُنْتج مادة الهضمين تجاريّاً بتجفيف الغشاء المخاطيِّ لمعدة الخنزير والعجول . وهناك عدة مستحضرات تجارية لهذه المادة يمكن تعاطيها تسهيلاً للهضم ” انتهى .
او ځنې بيا د حرمت دليل دا ګڼي چې د کوکاکولا ، پيپسي او نيسټل شرکتونه يوله هغه يهودي شرکتونه څخه دي چې د اسرائلو د تقويې د پاره وقف شوي دي .
لکه د پيپسي شرکت په اړه ويل کيږي چې يو امريکايي شرکت دی د توليداتو درآمد يې اسرائيلو ته ورکول کيږي چې PEPSI مخفف دی د (Pay Every Pence Save Israel) (موقع اسلامية فلسطين للحوار ) .
دوهم هغه نظريات چې دا مشروبات مباح او تجارت يې جايز بولي :
د عربستان پخوانی مفتي ابن باز رحمه الله په خپله فتاوي نور علی درب کی ددې پوښتنې په اړه چې د ګازي مشروباتو لکه پيپسي کوکاکولا وغيره څښل څه حکم لري په ځواب کې ليکي :
الجواب:
أما البيبسي والعصير ، فهذه لا حرج فيها، وليس فيها شيء من الكحول، ….. شيء من المسكر، ولا حرج في شربها، وقد كان فيما مضى من الزمان من نحو عشر سنوات بل أكثر من عشرين سنة تقريباً، كان هناك منافسات بين بعض الشركات في ذلك، وكتبت أن في البيبسي وفي مشتقاته شيئاً من الكحول ومن المسكر، ثم بعد التحقيق لم يثبت شيء من ذلك، فهو سليم، ولم يزل الناس يتعاطونه ويشربون منه الكثير، فلم يتأثر أحد منهم بذلك لا سكراً ولا فتوراً، فالقول بأنه ممنوع قول لا أصل له ولا وجه له، وهكذا ما يتعلق بالبيرة قد سألنا عنها خبراء بها فذكروا أنها سليمة، لكن يوجد في بعض أنواع البيرة في الخارج ما يقال إن فيه ما يسكر.
ژباړه : په پيپسی او عصير کې څه حرج نشته ، او په دې کې هيڅ الکحول او نشيي شی وجود نه لري ، نو د هغه په څښلو کې څه حرج نشته .څه وخت مخکې په دې اړه د ځنو شرکتونو تر مينځ څه مناقشات وشول چې په پيپسی او د هغه په نورو ترکيباتو کې څه الکحول او نشيي ماده وجود لري ، بيا وروسته د هغه په اړه تحقيق تر سره شو خو څه شی ثبوت نه شول او هغه له الکحول او نشيي مادي سليم وو . ځکه ډيرو خلکو څښلي دي خوڅه اثر نه دی ثابت شوی او دا خبره چې دا ممنوع دي صحي نه ده ځکه چې ممنوع یې نه څه اصل او نه هم څه وجه لري او هر چې بير دي د هغه په ځنو ډولو کې د الکحول او نشيي مادي وجود ثابت شوی دی نو د هغه څخه ځان ساتل پکار دي ) فتاوي نور علی درب (
د علمي څيړنو او افتا دايمي ټولنې ته دا سوال وړاندې شوی دی
وقد سئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء
ما حكم الإسلام في شرب المشروبات المثلجة مثل : ” البيبسي ” ، و” سبورت كولا ” مثلا .
فأجابوا :
– كل ما ذكرته حلال شربه ما دام لا يسكر كثيرة ” انتهى .
“فتاوى اللجنة الدائمة” (22/314) .
ژباړه : په اسلام کې د ګازي مشروباتو لکه پيپسی ، کولا و غيره څښل څه حکم لري ؟
ځواب : ټول هغه څه چې بيان شول څښل يي حلال دي تر هغه پورې څو نيشه ونه لري .
الشبکة الاسلامية ته هم دا سوال وړاندې شوی دي :
هل شراب الكوكاكولا حرام ؟ أريد جوابا دقيقا و مقنعا جزاكم الله خيراً.
الإجابــة
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
فشراب الكوكاكولا ليس حراما ، لأن الأصل الإباحة؛ إلا أن يثبت وجود سبب من أسباب التحريم ، كالإسكار ، أو الضرر. (الشبکة اسلامی رقم فتوی ۱۱۰۹۷ )
والله أعلم.
ژباړه : ايا د کوکاکولا څښل حرام دي ؟ دقيق او قانع ځواب راکړي الله دې غوره بدله درکړي .
ځواب : د کولا څښل حرام نه دي ځکه دا په اصل کې مباح شی دي مګر هغه وخت به حرام ګرځي چې کله په هغه کې يو سبب د تحريم او ضرر ثابت شي ( شبکة اسلامية ) .
د مطلب خلاصه :
ګر چې مونږ د کوکاکولا او پيپسې د ترکيباتو په اړه پوره معلومات نه لرو د اسلامې نړی د معاصرو فقهاؤ نظرونه مو ولوستل چې ځنې ناجايز او ځنې جايز بولې مګر راجح قول د اباحت دی .
المشکاة اسلامي د اوږ بحث ورسته ليکي : اصلاً دغه مشروبات مباح دي تر څو په هغه کې څه حرمت ثابت نشي خو دوو و شيا نو په بنا يې ترک بهتره او د تقوی کار دی اول د شبهې د وجې او دوهم د حربي کافرانو اقتصادي مقاطعه .
لأصـل في الأشياء الإباحة ما لم يَثبت تحريـمها. هذا من حيث الأصل. وأمَّا وقـد قِيل فيه مَا قِيل فَيُتْرَك مِن جِهتَيـن:
الأولى: مِن بَاب الـتَّوَرُّع عن الشُّبهات، وقد قال فيها النـبي صلى الله عليه وسلم: إنَّ الْحَلال بَيَّن وإنَّ الْحَرَام بَـيِّن وبَيْنَهُما مُشْتَبِهَات، لا يَعْلَمُهُنّ كثـير من الناس، فَمَن اتَّـقَى الشُّبُهَات اسْتَبْرَأ لِدِينِه وعِرْضِـه، ومَن وَقَع في الشُّبُهـات وَقَع في الْحَرَام. رواه البخاري ومسـلم.
والثانـي: من جهة مُقَاطَعَـة بَضَائع الكُـفَّـار الذين يُحَارِبُون الإسْـلام والْمُسْلِمِين. (فتاوي المشکاة اسلامية )
و الله سبحانه و تعالی اعلم
او د پوښتنې د بل اړخ ځواب دا دی چې کوم شی په اسلام کې حرام وي مثلاً شراب ، سود و غيره هغه د مسلمان د پاره په هر ځای کې (دار الاسلام او دارالکفر ) کې حرام دي کوم شی چې حرام وي د هغې خرڅول او اخيستل د کافر او مسلمان دواړه د پاره حرام دي .