کوم عوامل له مغزي سکتې سره تړاو لري؟

یوه نوې څېړنه ښیي چې که څه هم بېلابېل خطرناک عوامل د مغزي سکتې سبب کېدای شي، خو ځینې یې ممکن له شدیدې سکتې سره ډېر تړاو ولري.

د دې څېړنې پایلې، چې په “نیورولوژي” علمي مجله کې خپرې شوې دي، د  ۱۳ زره هغو ناروغانو معلومات څېړل شوي چې په مغزي سکتې اخته شوي دي. څېړونکو د دغو ۱۳ زره کسانو په اړه معلومات د هغوی د سکتې د شدت پر بنسټ وېشلي دي.

د دې څېړنې مشره لیکواله او د ایرلنډ د ګالوې پوهنتون د روغتون د مشرانو ډاکټره ډاکټره کاتریونا ردین، وایي:
“دا څېړنه ښيي چې درې خطرناک عوامل – لوړ فشار، سګرېټ څکول، او د زړه غیرمنظمه درزا – د شدیدې مغزي سکتې له ډېر خطر سره تړاو لري.”

پخوانیو څېړنو هم د چاغښت، لوړ فشار او لوړ کلسټرول او مغزي سکتې ترمنځ اړیکې ښودلې دي، چې د دې نوې څېړنې له پایلو سره همغږي لري.

مغزي سکته هغه وخت پېښېږي چې د مغز د یوې برخې د وینې جریان ګډوډ یا بند شي.

ډاکټره ردین خبرداری ورکوي چې لوړ فشار یو له هغو خطرونو دی چې ډېر خلک یې جدي نه ګڼي.
سګرېټ څکول نه یوازې د زړه ناروغیو خطر زیاتوي، بلکې د تنباکو لوګی، د مارجوانا لوګی، یا د هوا ککړتیا هم د زړه او رګونو ناروغۍ زیاتوي.

د امریکا د کولوراډو پوهنتون په روغتون کې د زړه او رګونو د ناروغیو مدیر ډاکټر اندرو فریمن، وایي چې د ژوند د طرز بدلون د مغزي سکتې د خطر په کمولو کې مهم رول لوبولی شي.

هغه سپارښتنه کوي چې د مالګې کمول، له لوړ کلسټرول لرونکو خوړو ډډه کول، او د مېوو او سبزیو دوامداره استعمال دې ته ګټه رسوي. فزیکي فعالیت فشار راټیټوي او د سالم وزن په ساتلو کې مرسته کوي.

کافي خوب او سالمې ټولنیزې اړیکې د سترس په کمولو او د بدن د عمومي روغتیا په ښه کولو کې اغېزناک دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟