که ښځه د دوو مياشتو حمل لرې کړي څه حکم لري
سلامونه او نیکی هیلی می ومنی.
که چیرته کومه ښځه د دوه میاشتو ماشوم لری کړي نو په دی وخت کې ښځه تر کومه وخته پوری لمونځ نشي کولی او په دی وخت کی ښځې ته سه کول په کار دی ؟
یعنی شزه باید سه وکری؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
که امکان لری لینک یی راولیکی
بخشه کوی زما کمپیوتر پښتو نلری
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
قصداً د حمل ضايع کول د انسان قتل بلل کيږي چې داسې کول حرام دي .
که چيرې د مور له ګېډې څخه حمل يا جنين ولويږي يا اولاد ضايع کړي نو دوه صورتونه لري :
اول :کچيرې د جنين د بدن اندامونه لکه ويښتان ، لاسونه ، پښې و غيره څرګنديږي نو د نفاس حکم لري په ښځه باندې د نفاس احکام جايري کيږي .
دوهم : کچيري د جنين اندامونه نه څرګنديږي نو د استحاضې حکم لري .
والسقط ان ظهر بعض خلقه من اسبح او شعر ولد فتصير به نفس ، و ان لم يظهر شیء من خلقه فلا نفاس لها (فتاوی هندية ۱/۳۳ )
و المرئی حیض اندام ثلاثاً و تقدمه طهر تام و الا استحاضه (شرح التنوير ۱/ ۳۱۲ )
أن تكون المضغة مستكملة لصورة آدمي أو فيها تصوير ظاهر من خلق الإنسان ، يد أو رجل أو نحو ذلك ، أو تصوير خفي أو شهد القوابل بأنها مبدأ إنسان فحكم سقوط المضغة هنا أنه يترتب عليها النفاس وانقضاء العدة.
فتاوى اللجنة الدائمة (21/434-438)
پس د يو مياشتې حمل اندامونه پوره شوې نه وي ، پس ښځه حائضه ده ، د حيض په موده چې (د دريو ورځو تر لسو ورځو ) پورې وي لمونځ نه ادا کيږي .
ښځه به توبه او استغفار کوي د جنين د قتل ديت نشته .
فقال الحنفية : يكفي استبانة بعض خلقه كظفر وشعر (4)
(4) الفتاوى الهندية: 34/6، حاشية ابن عابدين: 587/6.
و الله سبحانه وتعالی اعلم