که څوک په حج کې د مرض له کبله سر نشي خريلای؟

که چیرته څوک د ویښاتانو د کمزورتیا مشکل ولری او دا ویره ورسره وی کچیرته سر وحری بیا به را شنه نشی نو د عمری او حج په مراسمو که به څومره ویښتان کت کوی او که نه بیی کت کویکه معلومات راکړی الله دی اجر عظیم درته نصیب کړی مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول – حلق (د سر خريل ) ، تقصير ( د ويښتانو کمول ) واجب دي د احرام څخه د وتلو شرط دی .

خريل يا د ويښتانو کمول دواړه صحي دي مګر په حج کې د سر خريل افضل او غوره دي .

أن الحلق أو التقصير, واجب, لكن الحلق أفضل؛ لأنه روي أن رسول الله صلى الله عليه وسلم “دعا للمحلقين ثلاثا, وللمقصرين مرة واحدة فقال: اللهم اغفر للمحلقين, فقيل له: والمقصرين, فقال: اللهم اغفر للمحلقين (بدائع الصنائع ).

دوهم – د ویښتانو د کمولو اندازه به د ګوتې د بند په اندازه وي که تر هغه کم وي نو خريل يې واجب دي او که سر مخکې خريل شوی وي او يا د چا ويښتان نه وي هغه به يوازې پاکي ورباندې کشوي .

وَحَلْقُ الْكُلِّ أَوْلَى اقْتِدَاءً بِرَسُولِ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – وَالتَّقْصِيرُ أَنْ يَأْخُذَ الرَّجُلُ أَوْ الْمَرْأَةُ مِنْ رُءُوسِ شَعْرِ رُبُعِ الرَّأْسِ مِقْدَارَ الْأُنْمُلَةِ ؛ وَلِأَنَّ الْحَلْقَ مِنْ أَسْبَابِ التَّحَلُّلِ وَكَذَا الذَّبْحُ عِنْدَنَا فِي حَقِّ الْمُحْصِرِ فَيُقَدِّمُ الرَّمْيَ عَلَيْهِمَا وَالذَّبْحُ لَيْسَ بِمُحَلَّلٍ عَلَى سَبِيلِ الْعُمُومِ وَلَا مِنْ مَحْظُورَاتِ الْإِحْرَامِ فَيُقَدَّمُ عَلَى الْحَلْقِ لِيَقَعَ فِي الْإِحْرَامِ وَيَجِبُ إجْرَاءُ مُوسَى عَلَى الْأَقْرَعِ عَلَى الْمُخْتَارِ وَلَوْ كَانَ عَلَى رَأْسِهِ قُرُوحٌ لَا يُمْكِنُ إمْرَارُ

تبيين الحقائق شرح کنز الدقائق ۲/۱۵

دريم – که څوک معذور وي ، په يقيني توګه د سر خريل ورته ضرر رسوي هغه دې ويښتان کم کړي، کچېرې د ويښتانو د کمولو اندازه موجود نه وي او يا خو حلق او تقصير دواړه امکان نلري نو هغه به فديه ورکړي .

د كعب بن عُجْرَةَ رضی الله عنه قيصه مشهوره ده چې هغه د مرض له کبله سر نه وو خريلی او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته د فديه ورکولو حکم کړی وو چې په حق کې يې لاندې آيت کريمه نازل شوی دی .

وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ (البقره ۱۹۶ ).

فديه دری شيان :

د حرم په پولو کې د پسه ذبحه او صدقه کول .

په حرم کې دری ورځې روژه نيول .

شپيتو مسکينانو ته نيم صاع غنم ورکول .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟