خوامام سره يې سلام وګرځووه
نواوس څۀ حکم دى ؟
پوښته : يوسړي په دويم رکعت كې امام سره شريک شو چه امام سلام وګرځاوه نوده هم وګرځولو وروسته ورته يادشو نواوس باقې رکعت کولى شي اوکه نه ؟
ځواب : که چيرته مسبوق سهوامام سره سلام وګرځاوه خواه يوطرفته وي يادواړو طرفنوته په داشان چه مسبوق سلام دامام دسلام نه لږوروسته واقع شو څنګه چه عادت دى نومسبوق پاڅيدلى شي اوخپل باقې رکعتونه پوره کولى شي مونځ دهغه فاسدنه شو ( وان سلم اى المسبوق بعد الامام لزمه سجودالسهو لکونه منفرد دحينذ بحر شامى )([1])