که څلور رکعتي لمونځ وي په دوهم رکعت کې سهواً سلام وګرځوي؟!

د دعوت نیوز  محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم

وروسته له سلامه زما پوښتنه د لمانځه په باره کی ده.

‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍که څوک د څلورو  رکعتو لپاره نیت بسته ک‌ړی او وروسته په دوهم رکعت کی سلام وګرځوی او پدی وخت کی ور په یاد شی چی څلور رکعته لمونځ کوم نو پداسی حال کی که لمونځ تکمیل شی صحیح به وی او که نه. په درنښت

منصور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که څوک په لومړی قعده کې وي او په دې ګمان چې دا زما ورستۍ قعده ده لمونځ ته خاتمه ورکړي او سلام وګرځوي خو ورسته پوه شو چې ما خو دوه رکعته لمونځ وکړ حال چې لمونځ څلور رکعتي دی ، نو په دې صورت کې به خپل لمونځ ته ادامه ورکړي او په آخر کې به سجده سهوه وکړي .

همدارنګه که پر چا باندې سجده سهوه واجبه شوی وي خو دی لمانځه ته خاتمه ورکړي او سلام وګرځوي ، تر هغه پورې د سهوې سجده ادا کولای شي څو پورې يی چې خبرې نه وې کړی يا يي د کوم د لمانځه منافي عمل نه وي تر سره کړی .

(فقه حنفی مُيسر ص ۱۵۷ د سجده سهوې فروعات )

و الله اعلم

د دعوت نیوز رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت نیوز رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت نیوزبانکي پتهIslamic Bank AC # 00105100585219 :

د واټس آپ شمېره WhatsApp: +93 747 162 162:

Support Dawatnews Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawatnews Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
Islamic Bank AC # 00105100585219
Account for international payments: 00105100585219
WhatsApp:+93 747 162 162

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟