که پټه خوله نه شوې نوطلاق ويلوسره کوم ډول طلاق واقع کيږي ؟
پوښتنه : ( ٨٢٨) دښځې اوخاوندترمنځ جکړه روانه وه سړى يوي ښځې ته مخاطب شو اوويي ويل چې که ته پټه خوله کيږي نه تاته طلا ق دى په لومړې ځل هغه ښځه پټه خوله نشوه بياپه دوهم ځل سړى ورته وويل چې که ته پټه خوله کيږي نه نوتاته طلا ق دى دا ځل هم پټه خوله نه شوه بيادريم ځل سړي ورته وويل چې که پټه خوله نه شوې نوتاته طلاق دى په دې دريم ځل باندې ښځه په يو مخيزه توکه پټه خوله شوه په دې صورت کې کوم طلاق واقع شو اوخاونددطلاق مالک پاته شو اوخاوند ته دراګرځولو اختيار شته اوکه نه ؟
ځواب : په دې صورت کې رجعې طلاق واقع شو ځکه چې دوه صريح طلاقونه رجعې وي ( کما قال الله تعالى (الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ) (1) اى الطلاق الرجعى اثتان نو ) دعدت کې دننه خاوند داښځه راګرځولاى شي اوله عدت وروسته يي له نوې نکاح پرته راګرځول صحيح نه دى البته په نوى نکاح سره يي راګرځولاى شي هکذا في الدرالمختار (2) خاوند په دې صورت کې ديوه بل طلاق مالک پاته شو که دعدت له پوره کيدلو مخکې يوطلاق بل ورکړى نودر ې طلاقونه واقع کيږي بياله حلالې پرته له هغې سره نکاح صحيح نه ده کما بين في کتب الفقه
(1) سورة البقرة
(2) حواله مکرره تيره شوې ده