پوشتنه داده چی په سجده که د دواړې پښې پورته شی لمونځ فاسدوي اوکنه ؟
خيال محمد بختيار – ايران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴ ) .
داځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي :
جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
(أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر) (بخاري او مسلم)
( ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .
ددې حديث شريف څخه معلومه شوه چه سجده په اوو اندامو ادا کيږي که ددې اوو اندامو نه کوم اندام پاتي شي يعنی په ځمکه و نه لګي نو سجده ناقصه ده .
سجده په لمانځه يو رکن دي که سجده ونشي نو لمونځ فاسد دی .