که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو نوزما ښځه دې طلاقه وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي ؟

که يي وويل که مي فلانى کار ونه شو  نوزما ښځه دې طلاقه  وي نوشرط چې کله موجود شي طلاق واقع کيږي  ؟

پوښتنه :

  ( ٧٠٩)

زرين  دخبرواتروپه ترڅ  کې وويل که عمرونه وژل نوزمامنکوحه په ماباندې په دريوشرطونو طلاقه ده اوداهم معلوم نه دى چې دا درې شرطونه چې ده ويلې دي دده په نيت کې څنګه و اوس هغه دعمر په وژنه باندې لاس برى نه شو  نوداډول  طلاق صحيح کيږي اوکه نه ؟  که صحيح کيږي نوپه دوهم لاندې صورت کې  څه حکم دى  چې دزرين منکوحه طلاقه شوه ؟ اوس د هغې نکاح له بل سړي سره  شوې  نه وه . چې هغه مرتدد  شو نودوهم ځل په اسلام راوړلو سره د هغې نکاح له لومړي خاوند سره له حلالې  پرته صحيح  کيږي  اوکه نه ؟ 

 

ځواب : 

په داډول مطلق قسم باندې  دژوند په پاى کې حانث  کيږي   ځکه چې امکان لري چې تر مرګ له مخه يي وکوي  ( وقال  في الدرالمختار  حلف لياتينه الخ فلو لم ياته حتى مات احدهما حنث في آخر حياته وکذا کل يمين مطلقة قال  في الشامي قوله وکذا کل يمين مطلقة  الخ اى لا حصوصية  للا تيان بل کل فعل حلف  ان يفعله في المتسقبل واطلقه ولم يقده بوقت لم يحنث حتى يقع الياس  عن البر مثل ليضربن زرينا الخ  (3) اودوهم صورت کې ځواب دادى چې په هغه صورت کې  دلومړي  خاوند لپاره نکاح صحيح نه ده  ٠ کما في الشامي  ان الردة واللعان والسبى لم تبطل حکم الظها ر واللعان کما لم تبطل حکم الطلاق  الخ  ) (4)

 


(3)   ردالمختار کتاب الايمان باب  اليمين في الدخول والخروج  ( ج ٣ ص ١١١ ط س

(4)  ردالمختار ط س ( ج ٣ ص ٧٥٧ ظفير

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.