که له استعمارخلاصون او نېکمرغي غواړئ خپل ماشومان د زده کړو مرکزونو ته واستوئ!

ليکنه: مطيع الله هدايت

درنو لوستونکو: د نړۍ په تاريخ کې چې موږ او تاسو کوم تغيرات وينو او اورو يې، همدارنګه کوم پرمختګونه چې په نړۍ کې ترسره کيږي او يا ترسره شوي دي، ايا تاسو پوهيږی! چې دا د الله (جل جلاله) په بنده ګانو کې د چا لخوا او  دچا په مرسته ترسره شوي دي؟

ښايي له تفکر وروسته دې نتيجې ته ورسيږی چې دا ټول پرمختګونه او تغيرات د هغه ماشومانو لخوا ترسره شوي دي چې پلرونو يې دعلم مرکزونو ته استولي وُ، چې هلته د مخلصو ښوونکو له لارښوونو برخمن او همدې لارښوونو ته يې د عمل جامه ور اغوستې وه، دا هغه ماشومان وُ چې ښوونکو ورته سالمې او په اخلاص سره لارښوونې کړې وي، دا هغه ماشومان وُ چې خپل هيوادونه يې له استعمار څخه وژغورل، داستعمار له منګولو يې ټولنې وژغورلې، لرې نه ده چې يو وخت به ستاسو ماشومان هم دا دنده په مخ وړي، د استعمار، ظلم، وحشت او دحشت په اړه به نورو ماشومانو ته لارښوونې کوي ولسونه به دتيارو څخه درڼا په لور رابولي، د هيواد دپرمختګ، سولې او هوساينې لپاره به کار کوي، زموږ او تاسو سرنويشت به تعينوي.

 

تاسو پوهېږی چې داسلام پيل په اقراء سره شوی چې دلوستلو په ماناسره راځي.

تاسو خبر يی چې دبدر لويې غزا هغه بنديان چې د تعليم څښتنان و، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) مکلف کړل چې دمدينې ځوانانو ته به تعليم ور زده کوئ، او ورته وويل ددې کار له سرته رسولو وروسته به تاسو آزاده وم.

تاسو پوهېږۍ چې يو وخت حضرت ابوبکر، عمر فاروق، عثمان غني، حضرت علي،  (رضی الله عنهم) ماشومان وُ………. احمد شاه بابا….. دا ټول ماشومان وُ له زده کړو وروسته دوی هغه څوک شول چې داستعمار لمنې يې ټولې کړې خلک يې دتيارو څخه درڼا په لور را وبلل.

 

د تعليم او تربيې ګټې:

الف دنيوي ګټې :

۱- د ماشومانو هراړخيزه  وده پياوړې کوي.

۲- غربت له منځه وړي او اقتصادي د پياوړتيا راولي.

۳- وګړي ټولنيزکوي، او انسانيت پکې منځ ته راځي.

۴- سياست او ښه حکومت ولي رامنځ ته کوي.

 

ب- اخروي ګټې:

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ مَرْفُوعًا: ” يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الْعُلَمَاءُ، ثُمَّ الشُّهَدَاءُ ” شعب الإيمان – (3 / 227).

ژباړه: د حضرت عثمان د عفان زوی (رضی الله عنه) څخه په مرفوع ډول روايت دی چې د آخرت په ورځ به انبيا، علما او شهيدان دخلکو شفاعت کوي.

وَعَنْ أنسٍ – رضي الله عنه – قَالَ : قَالَ رسولُ الله – صلى الله عليه وسلم – : (( مَنْ خَرَجَ في طَلَبِ العِلْمِ فَهُوَ في سَبيلِ اللهِ حَتَّى يَرْجِعَ )). رواه الترمذي ، وقال: (( حديث حسن )) .

ژباړه: حضرت انس رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفرمايل: څوک چې دعلم د ترلاسه کولو لپاره له کور ووځي تر هغه وخت پورې دالله (جل جلاله) په لار کې دی ترڅو بېرته خپل کور ته نه وي راغلی.

د جهل او بې علمی ضررونه:

۱- د انسانيت څخه لرې پاتې کيدل.

۲- د غربت او ضعيف اقتصاد تر چتر لاندې ژوند تيرول.

۳- د خپلو او ټولنې د وګړو حقوقو څخه نا خبري.

 

درنو لوستونکو:

تاسو پوهېږی چې ديوه هيواد اقتصادي پياوړتيا په تعليم او تربيه پورې تړلې ده، هغه هيوادونه چې وګړي يې له لوست څخه محروم او بې برخې دي اقتصادي حال يې له سختو ستونزو سره مخ دی، د دې ترڅنګ له صحي سهلتونو هم بې برخې دي، دې ته ورته ډېرې نمونې شتون لري چې دحل لار يې يوازې تعليم او تربيه ده، دا چې ۱۳۹۸ښوونيز کال ته دګوتو په شمار شپې پاتې دي را ځی چې خپل ماشومان مو د تعليم په ښايسته ګاڼه سمبال کړو او د زده کړو نږدې مرکزونو ته چې زموږ او ستاسو په سيمه کې شتون لري ولېږو ترڅو مو د دنيا او آخرت د بريا ترڅنګ د استعمار څخه ځانونه او ټولنه ژغورلې وي خپل ماشومان مو دعلم مرکزونو ته واستوئ، خوښه مو که يې دعمومي زده کړو مرکزونو ته استوی او که د اسلامي زده کړو مرکزونو ته خو په ياد ولرئ چې هره ټولنه عمومي او اسلامي دواړو زده کړو ته ډېر ضرورت لري.

په درناوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟