که شاګردان لږ وي هم درس کوه  !

خالد منصور هډه وال 

 د اخلاص، صبر، او علم پیغام

قدرمنو وروڼو! نن زه درته د یو داسې موضوع په اړه خبرې کوم، چې زموږ د ټولو استادانو، علماء کرامو، مدرسینو او دعوتګرو لپاره ډېره مهمه ده، او هغه دا ده:

“که طالبان لږ وي هم درس کوه!”

دا جمله یوازې یو ترغیب نه دی، دا د انبیاءو، صحابه‌وو، تابعینو، او د معاصر وخت د رباني عالمانو د ژوند یو اصلي اصل دی. دا جمله د خالص نیت، د استقامت، او د دعوت د ژور احساس مظاهره ده.

الله جل جلاله فرمایي:

“قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ؟” (الزمر)

ترجمه: ووایه! ایا هغه کسان چې پوهیږي او هغه چې نه پوهیږي، برابر دي؟

او رسول الله ﷺ فرمایلي:

“من سلك طريقاً يلتمس فيه علماً، سهّل الله له به طريقاً إلى الجنة.” (رواه مسلم)

ژباړه: څوک چې د علم د طلب لپاره لاره غوره کړي، الله تعالی هغه ته د جنت لاره اسانه کوي.

ورونو! دا د علم اهمیت دی، خو راځئ وګورو چې اخلاص او استقامت څومره مهم دي.

د عبرتناکې بیلګې:

۱. بکر ابو زید رحمه الله وایي:

“ما به د شیخ ابن باز رحمه الله نه صحیح البخاري د حرم مکي په حلقه کې ویله، او زه یواځې وم، بل هیڅ شاګرد نه و. او کله مې چې د سنن ابن ماجه تدریس کاوه، یواځې یو افریقایي طالب علم به راسره ناست و.”

(عجائب وأسرار)

سبحان الله ! بخاري غوندې کتاب، ابن باز غوندې استاد، او بکرصیب غوندې شاګرد – خو حلقه یواځې د دوو کسانو!

۲. امام مالک رحمه الله فرمایي:

“ما الموطأ ولیکه، خو کله چې خلکو توجه ور نه کړه، ما تدریس بند نه کړ، ځکه چې نیت مې د الله رضا وه.”

۳. امام احمد بن حنبل رحمه الله به درس کاوه، حتی که هیڅ څوک هم نه و، ویل به یې:

“زه دا کار د خلکو لپاره نه کوم، دا د الله لپاره دی.”

۴. شیخ شعیب الارنووط رحمه الله وایي:

“اول ځل مې چې درس پیل کړ، یواځې یو طالب به راتلو، خو ما دا نه کتل، وروسته بیا حلقه ډکه شوه.”

۵. شیخ صالح الفوزان حفظه الله فرمایي:

“که یو طالب هم وي، علم ورکړه، ځکه دا د انبیاءو میراث دی.”

۶. شیخ عبد المحسن العباد وایي:

> “زه به درس کاوه، کله کله به یواځې یو کس راتلو، خو ما سبق نه پرېښود.”

۷. ابن القيم رحمه الله وایي:

> “مخلص عالم د اورېدونکو شمېر ته نه ګوري، بلکې د خپل رب رضا ته ګوري.”

۸. ابن الجوزي رحمه الله وایي:

“زما درس ته کله کله یو یا دوه کسان راتلل، خو ما تدریس نه پرېښود، ځکه علم د الله امانت دی.”

سیرت النبوي څخه بېلګه:

ورونو! زموږ محبوب نبي ﷺ ته چې د وحی پیل وشو، نو یواځې څو صحابه کرام به ورسره وو. دار ارقم کې درسونه به ډېر کم اورېدونکي لرل، خو هماغو لږو کسانو نړۍ ته نور ورکړ.

ورونو او او علماء ملګرو!

که طالبان لږ وي، درس مه بندوئ.

که اورېدونکي کم وي، دعوت مه پرېږدئ.

که غونډه خالي وي، زړه مه ماتوئ.

علم خپرول د شمېرو نه، د نیت او اخلاص کار دی.

 ابن المبارك رحمه الله فرمايي

“رب عالم في قرية واحدة، يُبعث يوم القيامة أمة وحده!”

ژباړه: ښایي یو عالم چې یوازې په یوه کلي کې وي، قیامت ته به یواځې یو امت وي !

نو ای د علم خادمینو! د شاګرد پر شمېر فخر مه کوئ، او که کم وي مه مایوسېږئ، ځکه:

“الله ته اخلاص مهم دی، نه کمیت!”

د دعوت او تدریس فلسفه

علم د بازار جنس نه دی، چې هر څوک خریدار وي نو وړاندې کیږي، بلکې دا هغه امانت دی چې الله تعالی د انبیاء کرامو او ورپسې د علماوو په اوږو ورسپارلی. که طالب یواځې هم وي، دا علم باید ور ورسول شي.

یو نصیحت د زړه له تله

که ته یو څوک یې چې تدریس کوي، یا د علم خدمت کوي، نو د شمېرو پروا مه کوه. نیت دې اصلاح کړه، اخلاص وساته، او د الله رضا موخه وګرځوه. تاریخ شاهد دی چې زیات شمېر نه، بلکې اخلاص د دین نصرت راوست.

امام بخاري رحمه الله

امام بخاري رحمه الله د حدیثو د راټولولو لپاره اوږده سفرونه وکړل، که څه هم ځینې وختونه یوازې یو روایت کوونکی موندل کېده. ده د یوې حدیثي خبرې لپاره سخت سفرونه کول، او د شاګردانو د شمېر پروا یې نه کوله. د ده اخلاص او هڅو د “صحیح البخاري” په شکل کې د امت لپاره یو بې ساری اثر پرېښود.

امام شافعي رحمه الله

امام شافعي رحمه الله به کله کله یوازې ناست و، خو د علم تدریس ته به یې دوام ورکاوه. ده به ویل: “که زه په یوازې ځان هم وم، او یو علمي نکتې ته مې ذهن ورسېد، نو ځان ته به مې تفسیر کاوه، چې دا علم زما د ژبې نه جاري پاتې شي.”

امام احمد بن حنبل رحمه الله

امام احمد بن حنبل رحمه الله به کله کله د مسجد درس ته یواځې ناست و، هیڅ شاګرد نه و، خو بیا به یې هم د علم تکرار کاوه. ده به ویل: “ما دا کار د خلکو لپاره نه، بلکې د الله لپاره شروع کړی، نو د خلکو نه راتګ ما مه بندولم.”

شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله

ابن تیمیه رحمه الله ته چې کله د زندان سزا ورکړل شوه، هلته یې هم درس بند نه کړ. زندان کې یې خپلو بندي ملګرو ته علم ورکاوه. د شاګردانو کمی، د تنګې فضا وجود، یا د مخالفت غږونه یې عزم کم نه کړای شو.

علامه انور شاه کشمیري رحمه الله

علامه انور شاه کشمیري رحمه الله به د بخاري شریف درس کاوه، که یوازې یو طالب به هم ناست و، درس به یې نه پرېښود. ده به ویل: “دا سبق که یوازې یو تن هم واوري، او الله یې په زړۀ کې ځای کړي، دا کافي ده.”

شیخ عبد الفتاح ابو غدة رحمه الله

شیخ عبد الفتاح ابو غدة رحمه الله وایي: “ما خپل لومړی کتاب ‘صفحات من صبر العلماء’ هغه وخت ولیکه چې فکر مې کاوه شاید خلک یې ونه لولي، خو ما دا د الله لپاره ولیکه.” دا کتاب وروسته د زرګونو خلکو د علم، صبر، او تقوی الهام شو.

دا ټول مثالونه موږ ته دا درس راکوي چې د علم تدریس، خپرول، او حفاظت، د خلقو شمېر نه غواړي، بلکې صدق، صبر، همت، او الله ته رجوع غواړي. الله تعالی د اخلاص خاوند ته دا وعده ورکړې ده: “وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا” (العنكبوت). که یو معلم د زړۀ له کومې د علم درس ورکوي، الله تعالی د هغه هڅه نه ضایع  کوي .

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.