انلاین ویب سایټ درنو کارکوونکو ته سلامونه
روغ او رمټ اوسئ.
زما پوښتنه دا ده چې:
۱- که چېرې یو څوک واده وکړي، او په ورته ورځ (د واده شپه) کې یې د
کورواله هغه میاشتینۍ ناروغۍ سره مخ شي، نو په دې وخت کې به سړی څه کوي؟
صبر جمیل؟
۲- ددې میاشتيني ناروغۍ وخت ټاکلی وي او که وخت ناوخته هم راتلای شي؟
۳- څه تدابیر شته چې د واده نیټه په دې ورځو کې برابره نه شي؟
د ځواب په هیله مو.
په درنښت
عبدالحق افغان
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
هو صبر به کوي دا د الله (جل جلا له) امتحان دی چې په هر حالت کې سړی آزميي ځکه الله (جل جلا له) حکم کړی دی چې د حيض پر مهال به له ښځو سره نزدېوالی نه کوئ .
لقوله الله سبحانه وتعالی : وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسئ ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی .
د حيض کمه موده دری ورځې او زياته لس ورځې که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو زياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) ، لکن د دريو او لسو ورځو په مينځ موده د ښځې په عادت پورې اړه لري چې ځنې په دريو ورځو ، څلورو ، پنځو ، شپږو او يا هم اوو ورځو کې پاکيږي نو کله چې د عادت سره سم پاکيږي غسل به کوي .
که د ښځې عادت کډوډ شي نو د کډوډۍ او بې نظمۍ ټولي ورځي حيض حسابيږي ، داسې چې دوې ورځې وينه راځي بيا دوې يا دری ورځې پاکه وي او بيا وينه راشي نو دا ټولي ورځې حيض دی د وينې د بې نظمۍ او کډوډۍ ورځې حيض بلل کيږي په دې موده کې به نه لمونځ کوي او نه به روژه نيسي . چې کله رمضان المبارک ختم شي د روژې قضايي به ګرځوي . کفاره نشته ځکه دا د اسلامي شريعت حکم دی چې د حيض په موده کې دې روژه وخوري .
و اقل الحيض ثلثة ايام و لياليها و ما نقص من ذلک فهو استحاضة و اکثره عشرة ايام و الزائد استحاضة (شرح البداية ۱/ ۶۲) .
فاذ ارآت بين طهرين دماً علی عاتها بالزيادة او نقصان او بالتقدم او التأخير او بهما معاً انتقلت العادی ايام دمها حقيقياً … (هنديه ج ۱ ص ۲۴ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم