که د هېرې له وجې کوم لمونځ قضاء شي د هغه قضايي کله ادا کيږي ؟

سلام که له چاثخه دمازدیګرلمونځ قضاشی او هیر یی شی بیا او د شفی په اخیره کی سی د ماخستن لمونځ یی هم کړی وی اس کولی شی چی هغه راوګرزوی او که یی صبا ته پریږدی که له قران او حدیث ثخه سه راته وشیه مننه به مو وی

رحمت الله شاکر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د چا چې لمونځ هير شي يا بيده وي او د لمونځ وخت ور باندې تير شي نو هغه ته پکار ده چې هر کله لمونځ ور په ياد شي يا د خوب نه بيدار شي د هغه لمانځه قضايي به راوړي همغه يې وخت دی په دليل د لاندې حديث شريف :

” من نسي صلاة أو نام عنها فکفارتها أن يصليها إذا ذکرها” (صحيح مسلم : 684- 315/477/1 )

يعنې د چا څخه چې لمونځ هير شي او يا خوب وړی وي او لمونځ ترې قضا شي د هغه کفاره دا ده چې کله يې ور په ياد شو همغه وخت به د هغه قضايي راوړي .

د پورت حديث شريف او همدانګه د الله جل جلا له  ددې قول : اقم الصلوة لذکری په رڼا کې احناف وايي : د فرض لمونځ قضايي په مکروه وخت کې هم جايزه ده ځکه چې په حديث شريف کې وخت دا ښودل شوی دی چې کله در په ياد شو او په مکروه وخت کې چې د لمونځ نهی راغلی ده هغه نفلي لمونځ دی ( فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۳۶ – هدايه ج ۱ ص ۸۱،۸۲ ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.