که د نفاس په موده کې وينه نا منظمه يا تر څلويښتو ورځو زياته شي ؟

 {4}

سلام علیکم
یو سوال لرمه هغه دا چی د ولادت نه وروسته تر سو ورځو پوری جماع حرامه ده

عبد الملک فیاض
{3}

اسلام علیکم محترمہ کہ دکومی ٰشٰزی زوی پیدا شوی وی خو مودہ ی نوی پورہ ھٰعی مری زی نہ وی عنی دنفاس مودہ ئ نہ وی پورہ شوی خو د وینی جریان ی بند شوی وی ھعی سرہ کوروالہ کول جایز دی؟
مننہ زواب لگ زر مسا فر یو
ناصر منصور
{1}
 کارکونکو او کتونکو ته
سلامونه خدای ج دی کامیابی او ددی لوی کار ثوابونه درته نصیب کړی زه یوه پوښتنه لرم چی ما مخکی هم تاسی سایټ ته لیژلی ده خو ډیر وخت کیژی چی ځواب یی نه دی راکړی که ځواب یی لږ ژر راکړی مهربانی به مو وی که دیوی ښځی او لاد وشی او په آته ویشتمه ورځ پاکه شی او پاکه وی بیا په ۴۱ یا ۴۲ ورځ وینه ووینی نو آیا دا نفاس دی او که نه ځکه دنفاس زیاته موده ۴۰ ورځی ده او که نفاس نه وی استحاض یامرض وی نو ایا په دغه ورځو کی چی پس له ۴۱ ورځو ناپاکی ده هرڅو ورځی چی وی نو آیا په دی ورځو کی به ښځه روژه نیسی که نه او که په دی ورځو کی  دروژی نیول ورباندی فرض وی نو ددی ورځو قضایی پری شته که نه هیله ده چی په تفصیل ځواب راکړی
علم له کندهار نه :
{2}
 aslamo alikom mufty sahib allah de kamyab lara chi ta da muslmanam ta domra loye khidmat kawy. zama yewa poshtana ghowaram chi ratyee jawab kary hagha da chi zama 20 wrozy mukhky lower oshwa aw os da heghy wina wocha shawy da kamy zery oba kala kala razy i da ba roja nisy aw ka na
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : که د څلويښتو ورځو مخکې وينه وچه شي او د هغې ښځې همدا عادت وي نو غسل به کوي ، لمونځ ، روژه به کوي او جماع کول جايز دي ځکه د نفاس زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې موده حد معلوم نه دی د ښځو په عادت پورې اړه لري .
و اکثره اربعون يوماً ، لو مبتداءة اما المعتاد فترد لعادتها (الدرمختار ج ۱ ص ۲۷۷ ) ، (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۲۱۸ ) .
و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .
دوهم : که د نفاس په موده کې وينه د عادت سره سم نا مظمه وي داسې چې څو ورځې پاکه او بيا د څو ورځو وروسته بيا وينه راشي ټولې ورځي نفاس بلل کيږي .
و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .
دريم : که د وينې بهيدل تر ۴۰ ورځو زيات شي هغه مرض بلل کيږي ښځه به غسل کوي د استحاضې حکم لري .
استحاضه ښځه د معذور حکم لري هغه به لمونځ ادا کوي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي  روژه به نيسي او جماع کول جايز دي ( شرح البدايه ۱/ ۶۲ ، شرح التنوير ۱/ ۳۰۹) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.