که د نفاس وينه بنده شي وروسته زيړه وينه راشي څه حکم لري ؟

که د زیږون نه وروسته وینه بنده او بيا زیړی اوبه راشي نو څه حکم لری په دی حالت کی ښځه لمونځ کولای شی که نه او وخت یی هم پنځه ویشت ورځې وتلی وي .

محمد زبير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نفاس يا زيږتون د وينې زياته موده څلويښت ورځې ده او د کمې مودې څه حد نشته د ښځې په عادت پورې اړه لري ، هغه که په ۲۰ ، ۲۵ ، ۳۰ ، ۳۵ ورځو کې پاکه شي غسل به وي ، عبادت به شروع کوي .

مګر که وينه نا منظمه شي داسې چې څه ورځې وينه وي بيا ودريږي او بيا جاري شي يا څه افرازات يا وينه زيړ رنګ ، سور رنګ ، خاورين رنګ راشي ټوله موده نفاس شميرل کيږي څو چې پوره پاکه نه وي .

د وينې د بې نظمی په موده کې به لمونځ نه کوي ځکه نفاس شميرل کيږي .

و النفاس هو الدم الخارج عقب الولادة او خروج اکثر الولد ، اکثره اربعون يوماً و لا حد لاقله (مراقی الفلاح ص ۷۵ ) .

و اصل فيه ان المخالفة للعادة ان کانت فی النفاس فان جاوز الدم ، الاربعين فالعادة باقية تر دليها و الباقی استحاضة و ان لم يجاوز انتقلتا العادة الی مارأته و لکل النفاس ( ردالمختار ۱/۳۰۹ ) .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.