د سڑي د شا لخوا مني ووزي غسل شته اوكنه جواب يي راكري والسلام
محمد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د شا د طرف (مقعد) څخه اصلاً مني نه وځي ، او که د مني په شان اوبه ووځي هغه د مني حکم لري بلکي مرض دی غسل نه ورباندې واجبيږي مګر اودس ماتوي .
د مني ، ودي او مذي تر مينځ فرق په لاندې لينک وګورئ :
https://dawat610.com/archives/1252
غسل څه وخت فرض کيږي ؟
۱- په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې د احتلام اثر وي غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي (د نر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي د نر د شرمګا سر پټ شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
۳- د حيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
۴- په شهوت سره د منی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او د جمعې د لمانځه لپاره ،د اخترونو د لمانځونو دپاره ،د احرام دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم