که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي لمونځ فاسديږي ؟

که دواړه پښې د سجدې په وخت کې پورته شي

لمونځ فاسديږي ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
ځنې کسان ليدل کيږي چه د سجدې په وخت کې پښې پورته کوي آيا د پښو په پورته کولو لمونځ فاسديږي او که نه
عبدالله – kabul
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
که دواړه پښی په ټوله سجده کې پورته کړ شي نو سجده نه ادا کيږي کله چه سجده ادا نشو نو لمونځ فاسد شو (فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۱ ص ۱۸۴ ) .
داځکه چې سجده بايد په اوو اندامو ادا شي :
جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :
 (أمرت أن أسجد على سبعة أعظم، على الجبهة – وأشار بيده على أنفه – واليدين، والركبتين، وأطراف القدمين، ولا نكفت الثياب والشعر) (بخاري او مسلم )
( ما ته حکم راکړ شوی دی (د الله د طرف نه ماته حکم شوی دی ) چه زه په اوو اندامونو باندې سجده وکړم يعنی سجده داسې وکړم چه دا اوه اندامونه پر ځمکه ايښودل شوی وي تندی ، د دواړه لاسونه ،دواړه ګونډې ،او د دواړو پښو کنارې او دا هم حکم دی چه مونږ به خپلې جامې او ويښتان نه راغونډوو .
ددې حديث شريف څخه معلومه شوه چه سجده په اوو اندامو ادا کيږي که ددې اوو اندامو نه کوم اندام پاتي شي يعنی په ځمکه و نه لګي نو سجده ناقصه ده .
سجده په لمانځه يو رکن دي که سجده ونشي نو لمونځ فاسد دی .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.