لومړی بحث مسلمانان په شوري اتحاد کې :
ويرجنه خبره دا ده چې مونږ په يو فصل کې څه ليکو نو يوازې په اشاره کولو باندې بسوالی کوو او د لوستونکې څخه مو غوښتنه دا ده چې د هغه په اړه نوره مطالعه وکړي .
اسلامي ځمکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ميراث دی په شوروي اتحاد کې اسلامي سيمې عبارت دي له :
۱- اورال .
۲- استرخان .
۳- سيبريا (چې اوس مهال هلته دری ميليونه مسلمانان اوسیږي).
۴- قرم يا کريميا(په اوکراين کې يوه شبه جزیره ده چې د کرهنيزو حاصلاتو بډايه سيمه ده ) .
۵- قفقاز ( د پيطرول او نورو معدنياتو بډايه سيمه ده)
۶- ترکستان د ما وراء نهر هيواد (چې د سنتو د دوو امامانو بخاري او امام تِرمذِي ، د مفسرينو زمخشري او نسفي ، د بلاغت او اعجاز القرآن ائيمه : قاهر جرجاني او سعيد الدين تفتازاني او يوسف سکاکي او فارابي او ابن سينا او د رياضي او علم فلق له علماوو څخه : خالد او بلخي او د هندسې عالم : بن موسی او البيروني ، ماتريدي خوارزمي او سرخُسي او جوهري او نورو وطن دی).
او (ترکستان) د معدنياتو بډایه سيمه ده :
۲۵ د سرو زرو معدنونه ، ۱۶ د سپينو زرو ، ۴۶ د اوسپنې ، ۳۲ د سرب ، ۳۴ پطرول ، ۷۰ د ډبرو سکاره (ذغال) ، ۱۳ سُلفر ، ۶۳ سوديم ، او اورانيم برنج ،سيماب او پلاتين لري.
دا د اسلامي نړۍ د شمال ختيځ سيمو يو مثال دی ، کله چې په کال د ۱۹۱۷ د ډيسمبر په ۷ تاريخ د لنن او ستالين لخوا شوروي انقلاب تر سره شو د شوروې اتحاد مساحت ۴۰۰ زره کليومتره وو او د اسلامي هيوادونو د لاندې کولو وروسته يې مساحت ۱۴ ميليون کليومتره مربع ته ورسيد .
د شوروي د سور انقلاب وروسته په ۱۹۱۸ کال کې لينين ّپه اسلامي هيوادونو باندې د يرغل کولو حکم صادر کړ
او په ۱۹۱۹ کال کې يې د انش اوردو جمهوريت لاندې کړ ، او د اپريل په ۱۹۲۰ کال کې يې کريميا اشغال کړ او په اذربيجان يې یرغل وکړ او د هغو په اشغال باندې برلاسي شول او د ۱۹۲۰ کال په پای کې يې د خيوې په جمهوريت باندې يرغل وکړ او کله چې د دفاع کولو څخه ناهيلي شول نو دا جمهوريت يې هم اشغال کړ .
او په ۱۹۲۱ کال يې د بخاری په جمهوريت باندې يرغل وکړ او هلته له سخت مقاومت سره مخ شول او د امام بخاری رضی الله عنه اولادې چې د محمد صلی الله عليه وسلم ميراث دی سخت مقاومت وکړ کله چې د هغوی منظم فوځونه له ماتې سره مخ شول نو لس کاله يې چريکې جنک ته ادامه ورکړه مګر په يوازې ځان ونه توانيدل چې د سرو روسانو مخه ونيسي پرته له دې چې اسلامي نړۍ څخه مرسته تر لاسه کړي .
روسي وحشتګرو په دغو سيمو کې سخت وحشتونه تر سره کړي دي چې ځنې دادي :
الف: يوازې په ترکستان کې په کال ۱۹۳۴ روسانو ۱۰۰ زره مسلمانان شهيدان کړې دي ، ۳۰۰ زره مسلمانان يې د هيواد پريښودلو ته اړ کړل او او دری ميليونه مسلمانان د لوږې له امله چې روسان پر هغوی باندې د خوراکي موادو محاصره لګولی وه مړه شوي دي او د هغوی پر ځای يې صليبيان ځای پر ځای کړل او د ۱۳۳۷-۱۳۳۹ کال پورې ۵۰۰ زره مسلمانان بنديان کړل ځنې يې ورڅځه اعدام کړل او ځنې يې له هيواد څخه وشړل .
ب : په کريميا کې :
په ۱۹۲۱ کال کې ۱۰۰ زره مسلمانان د لوږې له امله مړ شوي کوم چې د روسانو لخوا محاصره شوي وو .
او د پورته بيان شويو سيمو د اشغال وروسته يې پر افغانستان باندې د خپلو مزدورانو په ملتيا يرغل کړی دی چې په دغه کتاب ورته اشاره نه ده شوې ځکه دغه کتاب څلويښت کاله پخوا ليکل شوی دی .
او دلته په افغانستان کې يې چې څه وحشتونه تر سره کړي دي نو هغه زمونږ ټولو د سترګو ليدلی حال دی ، ۱۶۰۰۰۰۰ بې ګناه مسلمانان يې په شهيدت رسولي دي ، ۵ ميليونه کسانو مهاجر شوی دی ، په لکونه خلک معيوب شوی دی …
أساليب الغزوه الفکري للعالم الاسلامي