ولې د سورت توبه په سر کې بسم الله نشته ؟

 

د آنلاین اسلامی لارښود درنو کارکوونکو زه تر اوسه د خپل سوال د ځواب په تمه ناست یم کوم چی مې ستاسو څخه د سورت توبه د سورت د نه بسم الله په اړه وو چی نوموړی سورت ولی بسم الله نه لري خدای ج دی وکړی چی زما ځواب راته راکړئ
محمد صابر – هلمند
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په دې مسئله کې د مفسرينو څو اقوال دي :
چې يو قول دا دی : چې د حضرت عثمان رضی الله عنه الله عنه په دور خلافت کې چې کله د قرانکريم جمع آوري کيدله نو دوی په دې نه پوهيدل چې سورة برائت د سورة انفال جز دی يا ځانګړی سورة دی .
د حضرن عثمان رضی الله عنه نه روايت دی چې فرمايي :د سورة برائت بيانونه د سورت انفال بيانونو ته ورته والی لرلو نو ما داسې فکر وکړ چې سورت برائت د سورت انفال جز وي ، جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم رحلت کړې وو او مونږ ته يې ددې بيان نه ؤ کړی چې برائت د انفال جز دی او که نه ؟
نو ځکه مو ددې دوو سورتونو په مينځ کې بسم الله و نه ليکل ، د يادولو وړ ده چې اصحابو کرامو د اميرالمومنين اقداء وکړه او د هغه په شروع کې یې سورت ونه ليکلو .(تفسير انوارالقرآن -ابن کثير ، المنير او تفسير فتح القدير)
ځنې علماء بيا د بسم الله نه ليکلو دليل په لاندې ډول بيانوي :
اول : داچې سوره توبه په حقيقت کې د سوره انفال تکميل دی يعنې جز د سوره انفال دی نو ځکه په شروع د سوره التوبه کې بسم الله نه ده راغلی .
دوهم : دا چې په دې سوره کې د منافقانو سره د جهاد ، جنګ او د منافقانو د ويرولو بيان شوی دي حال دا چې “بسم الله الرحمن الرحيم” د رحمت الهی د پاره وي ، نو دلته د منافقانو سره جهاد ، او د هغوی ويرول په اړه بيان دی چې د رحمت ځای نه دی بلکې د کفارو او منافقينو سره د جنګ او د هغوی د وېرولو بيان دی نو په دې وجه بسم الله الرحمن الرحيم نه دی ذکر شوی .
تفسير معارف القرآن ليکي :
د فقهاؤ په نزد کله چې څوک په مسلسل ډول قرآن وايي يعني د سورت انفال په تلاوت پسې سورت توبه شروع کوي نو بسم الله به نه وايي مګر که يوازې سورت توبه وايي يا د سورت توبه کوم جز تلاوت کوي نو بسم الله الرحمن الرحيم به وايي ، مطلب دا چې د نورو سورتونو په قسم د سورت انفال او سورت توبه په فصل يا مينځ کې بسم الله ويل نشته . (تفسير معارف القرآن ).
و الله اعلم

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟