ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي

ونږ كورو كې لمونځونه كوو ، نو مونږ دې ثوابونه محرومه يو ، نو ځكه مونږ نه سړي ثوابو كې او نيك كارو كې مخكې دي ، پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ورته وايي ډېر ښه سوال دې وكه (۱).
څلور حيثيته اسلام ښځې ته وركړي دا څومره لوى حيثيت ده
پيغمبر صلی الله علیه وسلم ښځې ته جواب
پيغمبر صلی الله علیه وسلم جواب وركوي كومه ښځه چې د شپې په خپل كور كې
 د بچى د وجې نه اوچته شي ، الله رب العزت د هغه مجاهد ثواب وركوي ،
 چې ټوله شپه دشمن په سرحد كې پيره كړي وي ، هغومره ثواب الله رب العزت دې ښځې ته وركوي ،
ښځه چې په كور كې په خپله نرمه بسترناسته وي الله رب العزت د جهاد ثواب وركوي ،
 او د دوى سر ه ثواب كى شريكه ده
 او كومه ښځه چې په خپل كور كې لمونځ وكى الله رب العزت دومره ثواب وركوي
 چې يو سړي مسجد ته لاړ شي د جمعې سره او تكبير اولى سره ، لمونځ وكى ،
الله رب العزت دې ښځې ته دومره ثواب وركوي (۱).
وګورئ ! اسلام ښځې سره څومره نرمى كړى ده ،
 د اسلام نه مخكې په قيصر او كسرى او ايران كې به ښځې د نفساني خواهشاتو لپاره يوه ذريعه ګرځولى وه ،
 ښځې به په منډه يانو كې ودرولي وې خلكو به سبزي او پوروټو په شان بولي
 په كولى ، چا به دوكانو كې په شيشو كې ودرولي وې خرڅه ولي ، داده ښځو عزت وه داد ښځو آبرو وه .
قربان د اسلام نه شم ، زار د اسلام نه شم .
اسلام ښځې ته حيثيت وركړى
اسلام ښځې ته څلور حيثيته وركړي دي .
كه ښځه ستاسو خور وي ستاسو آبرو ده
كه ښځه ستاسو لور وي ستاسو عزت ده
كه ښځه ستاسو په نكاح كې وي په تاسو باندې خرچه واجب ده
كه ښځه ستاسو مور وي د هغې قدمو لاندې جنت ده
نه ده ښځې كارخانې ته د تلو ضرورت شته
نه بازار كې كار كولو ته ضرورت شته
نه دفتر ته د تلو ضرورت شته
نه اين ــ جى ــ يو كې داخلي ته ضرورت شته
ټوله خرچه يې په خاوند باندې ده
ښځه دې په كور باندې ناسته وي ، خاوند به مزدورى كوي
ښځه دې د الله رب العزت ذكر كوي ، خاوند به مزدوري كوي
ښځه دې په نرمه بستره ناسته وي ، د قران تلاوت دې كوي
خاوند به مزدوري كوي
كه ګرمې كې وي ، كه يخنى كې وي ، كه باران كى وي
كه طوفان كې وي ، كه سختى كې وي ، كه هستى كې وي
د ښځې مكان ، د ښځې لباس ، د ښځې خوراك
په خاوند باندې واجب ده
د ښځې د كور نه وتلو ته ضرورت نشته
ولي الله رب العزت فرمايي :  وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ  ښځه دې په خپل كور كې ناسته وې
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.