ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده

داسې مكار او فريب ګر خلك داده ښځو غمخوار نه دي

دا په حقيقت كې انسانان نه دي دا وحشي او شهوت پرست درنده ګان دي

دا انسانان نه دى ، داد ښځو سوداګردي

دا انسانان نه دى ، داد انسانيت په لمن يو بد داغ ده

دا انسانان نه دى ، داد كنسر او سرطان مرض ده

دا انسانان نه دى ، داد حيوان په شكل يو حيوان مفترس دى

داسې مكار خلكو سره

داسې فريب كار خلكو سره

داسې مكرجن خلكو سره ــ كومه ښځه كار كوي

هغه ښځه فاحشه ده

هغه فاجره ده

هغه فاسقه ده

هغه د ښځو په چهرو باندې يو بد داغ ده

هغه د شرم او حياء جنازه ده

او يورپ ولا مزاج خلكو

ښځه د كلبونو لپاره نه ده

ښځه د ډمتوب لپاره نه ده

ښځه د چكلو لپاره نه ده

ښځه د نڅاء او كډا لپاره نه ده

ښځه د مجلس دفيشن او ماډرن لپاره نه ده

دا هسې په خاوند باندې رعب ده

داسې ښځو لپاره كاربار ته څه ضرورت نشته ده

د ښځې نفقه يا په پلار ده ، يا په ورور ده ، يا په خاوند ده ، يا په ځوى ده ، دوى چې كوم كار كوي مطلق په خپل خاوند رعب اچوي ، داسې ښځې نه د خداى Y خوښى دي ، نه ده پيغمبر خوښى دي .

داسې ښځو نه دي نورې ښځې هم ستر او پرده كوي

ښځه خو اسلام د كور ملك ګرځولى

د كور بادشاه ګرځولى

د كور واكداره ګرځولى

د كور سرپرست ګرځولى

بې غير د ضرورت نه د كور نه د وتو اجازت نشته .

ولي الله فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [  .

زه چلنج وركوم

زه ټولې دنيا ته چلنج وركوم ، اسلام چې كوم عزت ښځې ته وركړى ، داسې دين ماته وښيئ چې د لور په تربيت كې ، د جنت ضمانت كړي وي ، چې نيكه ښځه ددنيا ښه متاع ګرځولى وي ، مور ته اف قدري ويلو اجازت نه يې وركړى ، د مور د قدمو لاندې جنت ښودلي وي ، اسلام ښځې ته چېرته هم د حقارت په نظر نه دي كتلى ، د ښځې د خيټې نه انبياء پيدا شوى ، اصحاب پيدا شوي محديثين پيدا شوي ، مفسرين پيدا شوي.

اولياء پيدا شوى ، ده ښځې د واده نه مخكې نفقه په پلار ده د واده نه وروسته نفقه په خاوند ده ، په بوډاتوب كې نفقه په ځامنو ده ، كه چېرته ښځې ته اسلام د حقارت په نظر كتل د واده نه مخكې به د پلار نفقه په لور باندې وه ، د واده نه وروسته به د خاوند نفقه په ښځه باندې وي .

نو ځكه اسلام وايي : لور دې په كور وي پلا به كټي لور به خوري

ښځه دې په كور وي خاوند به كټى ښځه به خوري

مور دې په كور وي ځامن به كټي مور به خوري

نو ښځه دې ده كور نه نه وځي

ولې قران فرمايي : ] وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ [ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.