اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
هیله ده چي زما پوشتني ته هم جواب راکړي.
زما سوال دا دی چی آیا دی ښځینه کولای شی بی له کوم شرعی محرم څخه له خپل هیواد نه بهر دی ضرورت پر اساس سفر وکری خصوصاَ دی تحصیلاتو په خاطر؟ ستاسو دی لا پرمختیا په هیله
عبدالباری
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ښځې ته جايز نه ده چې بغير له شرعی محرم څخه چيرې سفر وکړي .
لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ) .
ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .
بهرني هيواد ته د ښځې ليږل د تحصيلاتو د پاره څه ضرورت دی ؟
لومړی دا چې که رښتيا د ضروري تخصص خبره وي دا کار د نارينه د پاره مناسب دی .
د ښځې د پاره په داخل کې د اسلامي تحصيلات زمينه او اصول برابر نه دي ( په اکثره پوهنتونونو کې نارينه او ښځينه ګډ دي او مطلق سکولر شکل لري ) په خارج کې به کوم اصول وي ؟.
د ښځو د تعليم مسئله دلته وګورئ
https://dawat610.com/archives/4855
دا پروګرامونه اکثراً تنصيري او کفري پروګرامونه دي، هغوی زمونږ د علمي سويې د لوړوالی په غم کې نه دي بلکي غواړي يو سکولر فاحشه شيطاني ټولنه را مينځته کړي ، لکه د نني فاسد سکولر حکومت کړنې او پروګرامونه چې د قوي ايمان او عقل خاوندان يې ويني .
د الله لغت دې وي پر دوی او هغوی بې ننګه تش په نوم افغانانو چې د کفري نړی د پالسيو تطبيق کول غواړي .
د لوړو زده کړو مسئولينو ته به فقط دومره ووايو چې :
د کفارو د ناروا او ناوړه تقليد پر ځای ناوليی کفري ديموکراسۍ پر ځای علمي برخه کې د نورو هيوادونو تقليد وکړئ ، تر اوسه پورې د پوهنتونونو د پاره ثابت نصاب نه لرئ ، بلکي نصاب د هر استاذ لخوا تعينيږي کوم څه چې ورته آسانه وي د هغه درس ورکوي او څه چې ورته ګرانه وي هغه پريږدي ځکه ثابت او ضروري نصاب نشته او بل دا چې زيات استاذان د لسګونو کلونو مخکنې لکچرونه ورکوي چې نويو او عصري علوم سره سر نه خوري .
ان شاء الله په دې اړه به د پوهنتونونو د ټولو غير اسلامي کړنو او په علمي مراکزو کې فساد او علمي نيمګتياوو په باره کې يو مطلب نشر شي .
و ما توفيقی الا بالله عليه توکلت و اليه انيب