✍ ژباړه او اضافه : خالد منصور هډه وال
د هر کاميابه انسان تر شا د يوې ښځې رول ته عام ډول اشاره کېږي، خو که دې ته ژوره کتنه وشي، نو دا حقيقت له يوې بلي زاويې هم ليدلای شو. ښځه نه يوازې د خاوند د بريا اساسي عامل کېدای شي، بلکې د مور په توګه، د خور په توګه، او کله کله د استادې او لارښودې په توګه هم مهم رول لوبوي.
د ښځې اثر د انساني ژوند په هر اړخ کې څرګند دی. که مور وي، نو د خپل اولاد د اخلاقو، تربيت، او عقيدې بنسټ ږدي. که خور وي، نو د خپل ورور د همت او جذبو لپاره الهام ورکوي. که استاده وي، نو د ټولنيزو ارزښتونو د انتقال وسيله ګرځي. او که مېرمن وي، نو د خاوند د کاميابۍ، سکون، او قوت لپاره تر ټولو نږدې ملګرې وي.
تاريخ شاهد دی چې د ښځو د صالحيت او پوهې برکتونه نه يوازې په کورنۍ بلکې په ټولنه هم اغېز کوي. د امام شافعي رحمه الله مور ته وګورئ، چې د زوی د لوړو زده کړو لپاره یې سختې قربانۍ ورکړې. د امام بخاري رحمه الله مور ته وګورئ، چې د زوی د ستر عالم جوړېدو زمينه یې برابره کړه.
که د ښځې روزنه سمه وي، نو د نسل روزنه به سمه وي. که د ښځې اخلاق لوړ وي، نو د کورنۍ معيار به لوړ وي. که ښځه پوهه وي، نو د ټولنې لپاره به مشال وي. همدې ته نبوي حديث اشاره کوي: “الدنيا متاع وخير متاعها المرأة الصالحة” – دنيا يو سامان دی، او غوره سامان يې صالحه ښځه ده.
د ښځې رول د سترو شخصيتونو په جوړښت کې نه يوازې يوه کيسه ده، بلکې د حقيقت هغه انځور دی، چې د انساني پرمختګ او اخلاقو تر شا ولاړ دی. د ښځې صالحيت نه يوازې د يو فرد، بلکې د ټولې ټولنې لپاره برکت او اصلاح ده .
هغه علماء چې میندو یا خپلو قریبو ښځینه خپلوانو روزلي دي .
امام شافعي (۱۵۰-۲۰۴هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی په غزه کې زېږېدلی و، یتیم شوی و، نو مور یې د ده د زده کړو خیال وساته او مکې ته یې ولېږه ترڅو قرآن او علم زده کړي، تر دې چې د فقهې ستر امام شو.
امام احمد بن حنبل (۱۶۴-۲۴۱هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
کله چې لا کوچنی و، پلار یې وفات شو، نو مور یې پالنه وکړه او هڅه یې وکړه چې علم حاصل کړي، تر دې چې د اهل سنت والجماعت امام شو.
امام بخاري (۱۹۴-۲۵۶هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی په کوچنیوالي کې ړوند شو، مور یې ډېر دعاوې ورته وکړې، الله شفا ورکړه، مور یې د زده کړو اهتمام وکړ، تر دې چې د حدیثو امیرالمؤمنین وګرځېد.
شیخ الاسلام ابن تیمیه (۶۶۱-۷۲۸هـ) – د خپلې مور “تیمیه” ته منسوب
د ده مور یوه صالحه او واعظه ښځه وه، چې د ده په ژوند کې یې مهم رول ولوباوه، دی د خپلې مور نوم ته منسوب شو، او د اسلام له سترو علماوو او مصلحینو څخه وګرځېد.
حافظ ابن حجر عسقلاني (۷۷۳-۸۵۲هـ) – د خپلې خور تر تربیت لاندې
دی لا کوچنی و، چې مور او پلار یې وفات شول، خور یې پالنه وکړه او تعلیم ته یې متوجه کړ، تر دې چې د اسلامي تاریخ د حدیثو له سترو علماوو څخه شو.
امام مالک بن انس (۹۳-۱۷۹هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
امام مالک د کوچنیوالي پر مهال خپلې مور ته نژدې و، مور یې ورته سپين لباس وراغوست او د علم زده کړې ته یې هڅاوه، تر دې چې د مدینې ستر فقیه او امام شو.
امام سیوطی (۸۴۹-۹۱۱هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
امام سیوطي لا ماشوم و، چې پلار یې وفات شو، نو مور یې پالنه وکړه، تعلیم ته یې هڅاوه، او د اسلامي علومو ستر محدث، مفسر او فقیه وګرځېد.
قاضي ایاز (۴۷۶-۵۴۴هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی د ماشوموالي پر مهال یتیم شو، مور یې روزنه وکړه، علم ته یې وهڅاوه، او وروسته د مالکي مذهب له سترو علماوو او د “الشفا” کتاب مؤلف وګرځېد.
شیخ محمد الامین الشنقیطي (۱۳۲۵-۱۳۹۳هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی د کوچنیوالي پر مهال یتیم شو، مور یې علم ته تشویق کړ، او د معاصر وخت د تفسیر او اصولو له سترو علماوو څخه شو.
شیخ محمد الطاهر بن عاشور (۱۲۹۶-۱۳۹۳هـ) – د خپلې نیا تر تربیت لاندې
دی د ماشوموالي پر مهال د خپلې نیا تر سرپرستۍ لاندې و، هغې علم ته وهڅاوه، تر دې چې د تونس ستر عالم، مفسر او فقیه شو.
امام ابوحنیفه (۸۰-۱۵۰هـ) – د یوې صالحې مېرمنې تر لارښوونې لاندې
روایت دی، چې امام ابوحنیفه د یوې صالحې مېرمنې په مشوره علم ته متوجه شو، او د اسلامي فقهې ستر امام شو.
امام جلال الدین محلي (۷۹۱-۸۶۴هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی د کوچنیوالي پر مهال یتیم شو، مور یې پالنه وکړه او علم ته یې وهڅاوه، تر دې چې د شافعي فقهې او تفسیر له سترو علماوو څخه شو.
ابن جُزي الكلبي (۷۴۱-۷۵۸هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
د “التسهيل لعلوم التنزيل” تفسیر مشهور مفسر، چې د ماشومتوب پر مهال یې مور د زده کړو لپاره هڅولی و.
امام عبدالرحمن بن الجوزي (۵۱۰-۵۹۷هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی لا ماشوم و، چې پلار یې وفات شو، نو مور یې پاملرنه وکړه او د علم لار یې ورته هواره کړه، تر دې چې د تاریخ، تفسیر او حدیث ستر عالم شو.
فخرالدین رازي (۵۴۴-۶۰۶هـ) – د خپلې مور تر روزنې لاندې
دی د خپل وخت ستر مفسر، متکلم او فقیه و، چې د ماشومتوب پر مهال مور یې هڅولی و، ترڅو د علم لوړو درجې ته ورسېږي.
زین الدین ابن نجيم (۹۲۱-۹۷۰هـ) – د خپلې خور تر تربیت لاندې
دی د حنفي فقهې ستر عالم و، خور یې د کوچنیوالي پر مهال روزلی و، او د علم زده کړې ته یې هڅولی و.
امام عبدالعزیز بن عبدالله بن باز (۱۳۳۰-۱۴۲۰هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی په ماشومتوب کې ړوند شو، مور یې پوره پاملرنه ورته وکړه، او د معاصر وخت له سترو علماوو څخه شو.
قاضي شریح (۴۰-۷۸هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې
دی د حضرت عمر رضي الله عنه د قضا له مشهورو قاضیانو څخه و، چې د کوچنیوالي پر مهال یې مور د علم زده کړې ته هڅولی و.
امام نووي (۶۳۱-۶۷۶هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې .
امام ابن باز (۱۳۳۰-۱۴۲۰هـ) – د خپلې مور تر تربیت لاندې .
دی په کوچنیوالي کې ړوند شو، مور یې پوره توجه ورته وکړه، او د زده کړو خیال یې وساته، تر دې چې د معاصر زمانې له سترو علماوو څخه شو.
دی د اسلامي تاریخ له سترو محدثینو او فقهاؤ څخه و، چې مور یې د ماشوموالي پر مهال د علم زده کړې ته هڅولی و.
د ښځو رول د اسلامي علمي میراث په بقا کې ستره ونډه لري، او د دوی صالح تربیت نسلونه د علم، تقوی او فضیلت لوړو مقامونو ته رسولی دی.
ښځې د علمي تدریس په ډګر کښې.
عائشه رضي الله عنها – د زرګونو حدیثونو محدثه او د تابعینو استاذه.
نفیسه بنت الحسن رحمهاالله – امام شافعي رحمهالله له دې زده کړې کړې.
فاطمه بنت محمد السمرقندي رحمهاالله – فقیهه، چې قاضیانو ته یې فتواوې لیکلې.
د علمي میراث ساتونکې ښځې
ام الدرداء الصغرى رحمهاالله – د دمشق مشهوره محدثه، له امام اوزاعي رحمهالله سره مناظري کولې.
زینب بنت احمد رحمهاالله – ستره محدثه، چې ابن حجر رحمهالله یې شاګرد و.
ښځو د اسلامي تمدن په جوړښت کې بنسټیز رول لوبولی.
د میندو، خويندو، او استادانو هڅو له علماوو ستوري جوړ کړل.
د اسلامي تاریخ لویو عالمانو ښځینه استاذانې لرلې.
اللهم بارك في نساء المسلمين، واجعلهن عالمات ومربيات للأمة!
اللهم أصلح نساء المسلمين، واجعلهن قدوات في الخير والصلاح.