په جرمني کې ترسره شوې نوې څیړنې ثابته کړې چې ډیر لږ یا زیات خوب انسان د فلج په مهلکې ناروغۍ اخته کوي.
د ایسسین پوهنتون روغتون په څیړنې کې ویل شوی چې بې خوبي یا له اندازې څخه زیات ویده کیدل اعصابو ته د ورتلوونکې وینې مخه نیسي.
د څیړنې پر بنسټ د ډیر لږ یا زیات خوب له امله رامنځ ته شوې د فلج له ناروغۍ څخه رغیدلو امکان ډیر لږ دی. څیړوونکو وویل چې له پایلو څخه څرګند شوی چې د خوب په اندازې کې بدلون منفي اغیز لري.
د څیړنې پر بنسټ داسې شواهد ترلاسه شوي چې پر بنسټ يي د تنفسي نظام ستونزې د فلج د ناروغۍ خطر زیاتوي په داسې حال کې چې بې خوبي هم د دغې مهلکې ناروغۍ لامل ګرځیدو سره سره د رغیدو امکانات هم له منځه وړي. دغه څیړنه په طبي مجله جورنل نیورولوجي کې خپره شوې.
له دې وړاندې د ټېکزاس اې اینډ ایم روغتیايي مرکز د میډېسن کالج د ترسره شوې څیړنې پر بنسټ د دندې لپاره ځانګړی وخت نه شتون خلک په وژوونکی فلج ناروغۍ اخته کوي.
له دې وړاندې څیړنو ثابته کړې وه چې په مختلفو شفټونو کې کار کول په خلکو کې د زړه حملې او اضافي وزن خطر زیاتوي خو د لومړی ځل لپاره داسې شواهد ترلاسه شوي چې ثابتوي چې دغه کار د عصبي ناروغیو لامل هم ګرځي.
د روغتیايي څیړوونکو په وینا او د ترسره شوو څیړونو په پایله کې په څلور ویشت ساعتونو کې انسان باید ۷-۸ ساعته خوب وکړي چې له دې لږه او زیاته اندازه د انسان پر روغتیا ناوړه اغیز کوي.
……………………………………………………………………………………………………………………………………………………….