د اسلام سره د ډيموکراسي د تضاد او ټکر دوهم ټکی
پارلمان ته ډيموکراسي د شرعي احکامو د حلالوالي او حراموالي پوره صلاحيت ورکړی دی
په دې باندې هر مسلمان پوهيږي چې د ايمان تر ټولو ستر رکن په الله جل جلا له باندې ايمان لرل دي چې معنی يې د الله تعالی په وجود باندې ايمان ، د هغه په الوهيت ، ربوبيت ، اسماوو ، صفاتو ايمان لرل دي او د ايمان له ضرورياتو څخه چې مسلمانان ورباندې پرته له مناقشي او شک په قطعي ډول ايمان ولري يوه همدا خبره ده چې د تحريم او تحليل ( حرامولو او حلالولو ) حق الله تعالی ته خاص دی هيچا ته حق نشته چې هيڅ وړوکی او يا لوی حلال حرام کړي او يا حرام حلال کړي مګر دا چې الله جل جلا له حرام يا حلال کړي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :
وَلاَ تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَـذَا حَلاَلٌ وَهَـذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الْكَذِبَ لاَ يُفْلِحُونَ (النحل ۱۱۶ ) .
ژباړه : او له ځانه مه وايئ چې دا حرام دي او دا حلال دي ، تر څو په دې توګه دروغ وتړئ ، بيشکه هغه کسان چې پر الله دروغ تړي نه خلاصيږي .
او الله سبحانه وتعالی فرمايي : قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلاَلاً قُلْ آللّهُ أَذِنَ لَكُمْ أَمْ عَلَى اللّهِ تَفْتَرُونَ (يونس ۵۹ ) .
ژباړه : ووايه ای محمده ! په دې مې خبر کړی چې الله تاسې ته کومه روزي را کوزه کړې ده ، تاسې ځنې حرامه ګرځولې او ځينې حلاله ، ووايه! الله درته همدا ډول حکم کړی دی ، او که تاسې پر الله دروغ تړئ .
مګر په ډيموکراسۍ کې د تحليل او تحريم حق يوازې د الله نه دی بلکي د ولس حق دی چې خپلو د پارلمان وکيلانو ته يې حواله کوي او نتجه يې را وځي چې حلال هغه دي چې پالمان يې حلال وګڼي او حرام هغه دي چې پارلمان يې حرام و ګڼي ښه هغه دي چې پالمان يې ښه وګڼې او بد هغه دي چې پارلمان يې بد وګڼې .
په دې باندې بايد پوه وو چې امت په دې خبره متفق دی چې هر کله يو څوک متفق عليه حلال ته حرام او متفق عليه حرام ته حلال ووايي او يا د الله تعالی قطعي احکام تبديل کړي کافر او مرتد بلل کيږي .
د بنی اسرائيلو علماؤ او پيرانو به کټ مټ هغه څه کول کوم چې د نن ورځې پارلمانونه يې کوي او دغه پارلمانونه د خپلو وکيلانو په وسيله د تحريم او تحليل کار د داسې يو واجب العمل قانون په بڼه کوي چې مخالفت کوونکی ته يې سزا ورکول کيږي او احترام کوونکی يې محترم کڼل کيږي .
د بنی اسرائيلو د پرونيو د تحليل او تحريم پارلمان او اوسنيو پارلمانونو تر مينځ فرق يوازې دا دی چې پرونيو به خپل قوانين د علماؤ او پيرانو په حيث د الله جل جلا له له لورې ګڼل خو نني پارلمانونه تحليل او تحريم په داسې حال کې تر سره کوي چې هيڅ دين او شريعت ته اعتبار نه ورکوي .
بلکه د خپلو رايو ، هوسونو ، جهالت ، او د الله جل جلا له له دين سره د قصدي دوښمنۍ له مخې مخالفت کوي ځکه په دې پارلمانونو کې (مسلمان ، فاسق او فاجر ، سيکولر ، کمونست ، بودايي و غيره موجود دي ، نو په دې دواړو کې به کوم يو د زيات کرکې وړ وي ؟
عدي بن حاتم رضی الله عنه چې اسلام څخه مخکې نصراني ؤ وايي : زه په داسې وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مجلس ته حاضر شوم چې هغه د توبې سورت لوست تردې چې دغه آیت ته را ورسيد .
[اتَّخَذُواْ أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ] (التوبه ۳۱ )
عدي بن حاتم وايي : و مې ويل : ای د الله رسوله ! مونږ هغوی په خدايی نه وو نيولي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ولی نه ، هغوی حرام در ته حلال او حلال در باندې نه حرامول او تاسې به بيا حرام نه ګڼل ؟ او هغوی به حلال درباندې نه حرامول او تاسې به حرام نه ګڼل ؟ عدي بن حاتم وايي : ما ورته وويل : ولی نه ، نو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم راته وويل چې هدغه د هغوی عبادت کول ؤ (رواه السنن اکبری للبيهقي ، معجم الکبير طبراني ) .
د هغې زمانې علماؤ او پيرانو به ښايي د (تشريع ) حق خپل دايمي حق نه ګڼلو بلکي په ځنو مسائلو کې به يې دا کار تر سره کولو .
خو د نن زماني پارلمانونه په ټولې بې شرمۍ او صراحت سره د (تشريع ) يا قانون جوړولو صلاحيت د ځان حق بولي .او ډيموکراسۍ په عرف کې هغه يو مشروع رب ګرځې چې د هغه رايه او نظر مقدس ګڼل کيږي او د هر ډول قانون په وړاندې کولو د عدل او حساب له تعقيب څخه خلاص دی ، هغه له هر ډول پوښتنې او محاسبې پورته ګڼل کيږي ، هغه ته د خدایی صفت ورکول کيږي چې هيڅ محاسبه ورسره نه کيږي .
د پارلمان وکيل ته دغه ډول صلاحيت ورکول او په دې باندې عقيده لرل ښکاره شرک دی ځکه د تشريع او قانون حق يوازې الله جل جلا له ته خاص دی بل چا ته ددې صفت او صلاحيت ورکول شرک دی .
ای د ډیموکراسۍ علمبردارو ! ووايئ چې د (تشريع) دغه حق چا درکړی دی ؟
کوم چې شريعت حلال کړي وي هغه حلال دي او کوم چې شريعت حرام کړی وي هغه حرام دي او مخالفت کوونکو ته يي سزا ورکول کيږي ، مګر پارلمان چې کوم حلال حرام وګرځوي هغه حرام دي او کوم چې حرام حلال وګرځوي هغه حلال نو دا دواړه څنګه سره يو ځای کوئ ؟
تاسو يقيناً خلکو ته دوکه ورکوئ چې کله دا دعوه کوئ چې دعوت مو اسلامي دی لاره مو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنته لاره ده ، خو وروسته بيا خپله دعوه بيرته د خلکو په پارلمان را بللو ماتوئ ، هغه پارلمان چې تاسې د خلکو زړونو ته د هغه قدسيت او مصؤنيت په ورکوزولو کې برخه اخلئ ، په دې کار سره له يوې خوا د ايمان دعوی کوئ او له بلې خوا د پارلمان او ډیموکراسۍ په منلو بيرته خپل ايمان ماتوئ.
تاسې څنګه توحيد ته دعوت ورکوئ؟ حال دا چې خپله توحيد نړوئ او يا څنګه د شريعت د تحکيم د پاره کار کوئ حال دا چې تاسې د طاغوت قانون ته بلنه کوئ .
څنګه خلکو ته د يو الله جل جلا له د عبادت بلنه کوئ ؟ حال دا چې د خدای صفت مو پارلمان ته ورکړی هغه پارلمان چې په هغه کې ناست خدايان (قانون او شريعت جوړونکی ) منئ ؟
څه ډول د بتانو ماتولو دعوی کوئ ؟ حال دا چې ستاسو احزاب او تنظيمونه د داسې يو بت په جوړولو لګيا دي چې هم حلالول کوي هم حرامول ، هم حکومت چلوي او هم ورکړه او منع کوي چې عبارت له پارلمان څخه دی .
څنګه په قرآنکريم باندې د عمل دعوی کوئ ؟ حال دا چې د قرآن پر ځای پر طاغوت او وضعي قوانينو فيصلې کوئ ؟
الله جل جلا له فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لاَ تَفْعَلُونَ 2 كَبُرَ مَقْتًا عِندَ اللَّهِ أَن تَقُولُوا مَا لاَ تَفْعَلُونَ (الصف ۲-۳ ) .
ژباړه :ای مؤمنانو ! ولی هغه څه واياست چې کوئ يې نه ، د الله په وړاندې دا ډيره د قهر او کينې خبره ده چې هغه څه وايئ چې کوئ يې نه .
او فرمايي : وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَآئِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ (الانعام ۱۲۱ )
ژباړه : او بېشکه دا کار ګناه ده ، او بېشکه شيطان خامخا وحی کوئ (لارې ورښي) خپلو دوستانو ته چې جګړه وکړي هغوی له تاسې سره ، او که چېرې تاسې د هغوی خبره ومنئ نو تاسې هم مشرکان ياست .
خو په ډيموکراسۍ کې بيا درته وايي چې هر څه پارلمان درته وايي هغه ومنئ هغه که شريعت خلاف حلالول او حرامول هم وي منئ به يې ، د پارلمان د قوانينو په منلو کې څه بدي او حرج نشته ، بلکه هغه عين مصلحت دی .
مفسرين وايي ددې آیت د نزول سبب دا وه چې : مشرکان مسلمانانو ته راغلل تر څو هغوی د مړه څاروي د غوښې په هکله چې الله جل جلا له حرام کړی شکمن کړي .
مشرکانو مسلمانانو مسلمانانو ته وويل : تاسې څنګه د الله جل جلا له خبره منئ ؟
کوم څاروی چې الله جل جلا له مړ کړي هغه نه خورئ او کوم څاروئ چې خپله ذبحه کړئ هغه خورئ ؟ نو بيا دغه آیت نازل شو چې : که تاسې د مړه څاروي د غوښي په خوړلو کې د مشرکانو خبره ومنئ نو تاسې به هم مشرکان شئ .
کچيرې په دغه يوه مسئله کې چې د مړه حيوان د غوښي حلال کڼل دي مسلمانانو د مشرکانو دغه يوه شبه چې د شيطان په لمسون يې هغوی ته ور اچولې وه منلې وای چې کيدای شي د نن زماني ماډرن خلک يې يوه سطحي خبره وګڼئ او په دې مسئله کې يې د مشرکانو اطاعت کړی وای نو مؤمنان به مشرکان شوی وای .
نو اوس ووايئ چې د نن زمانې پارلمان به څه حکم وي ؟ کوم چې اساسًا د تحليل او تحريم د پاره ايجاد شوی دی .
هغوی خو شريعت ته اعتبار نه ورکوي ځکه د ملل کفري او غربي ديموکراسۍ قوانينو او نرمونو ته ځانونه ژمن بولي چې ددې طاغوتي قوانينو له مخې يې څه زړه غواړي هسې د خپلې خوښې ، هوی او هوس پر بنا د مصالحو په نوم قانون جوړولای شي چې سود ته د اقتصادي مصلحت ، زنا او بد کاری ته د شخصي آزادۍ ، شرابو ته د توريزم او سياحت په نوم مشروعيت ورکوي او قوانين ورته جوړوي .
نور بيا ……….
ليکنه : شيخ ابو يحيی الليبي
ژباړه : سيف الله غازي