نو دغه ډيموکراسي څه شی ده ؟
نو دغه ډيموکراسۍ څه شی ده چې د غرب ساستمداران يې پر مونږ تپل غواړي ؟ سيکولر (لا دينه ) عناصر يې د خپرولو لپاره کار کوي ؟ او جاهل مسلمانان په هغوی پسې منډې وهي ؟ او ځنې خو يې لا د ډيموکراسۍ دغه پردی ، فاسد او ګنده نظام ته په شريعت کې ځای لټوي او غواړي د اسلام جامې ورواغوندي او د (ډيموکراتيک اسلام ) ، (مسلمان ډيموکراتان ) ، (د اسلام ډيموکراسي ) ، ( اسلام ډيموکراسي د يوې سکي دوه مخه ) او دې ته ورته لويدلي او کرغيړن اصطلاحات چې سراسر په جهل ولاړ دي رواجوي ، که څه هم چې ويونکی يې د پوهې ، سياسي بصيرت او له حالاتو او واقعيتونو څخه د باخبرۍ دعوا کوي .
مونږ چې ډيموکراسۍ ته د يو مستقل دين په سترګه ګورو کوم چې د نورو دينونو په څير خپل مفاهيم ، خپل قواعد ، خپل اصول او ارزښتونه لري نو بيا پوهيږو چې پورتنې اصطلاحات څومره بد دي په اسلام پورې د ډيموکراسۍ پيوندول کټ مټ داسې دي لکه يو څوک چې ووايي : (يهودي اسلام ) ، (نصراني اسلام ) ، ( د اسلام يهوديت ) ، ( د اسلام نصرانيت ) يا ( د اسلام مجوسيت ) او يا دې ته ورته نور اصطلاحات آيا کوم مسلمان به دا ډول اصطلاحات او نومونه ومني که څه هم چې هر څومره ناپوهه هم وي ؟
که خبره همداسې وي نو بيا ولې د اسلام سره د ډيموکراسۍ پيوند منل را ته آسان ښکاري ، خو له اسلام سره د یهوديت ، نصرانيت او مجوسيت او نورو باطلو دينونو چې هر مسلمان ور څخه کرکه کوي د پيوند خبره بده ګڼو .
د ډيموکراسۍ په دين تيروتلي خلک دې په دې پوه شي چې له دغې لارې له اسلام سره ستر خيانت وشو ، او د اسلام خالصتوب يې د ډيموکراسۍ په خيرو ، عدل يې د هغې په ظلم ، ارزښتونه يې د هغې په اوتو بوتو ، رڼا يې د هغې په تيارو ، او توحيد يې د هغې په شرک ورکډ کړ تر دې چې له اسلام څخه يې يو مسخ او بد رنګ شوی شی جوړ کړ او په هغه باندې يې د ډيموکراتيک اسلام ، يا سيکولر اسلام نوم کيښود او د هغه پيروانو ته يې د مينځلارې نوم ورکړ .
اصلاً خو اسلام هيڅ ډول تحريف نه مني اسلام پخپل ذات کې ثابت او کامل دی ، دا هر څه د دوي د ګمراهۍ او ضلالت عقائد دي چې په اسلام پورې هيڅ اړه نه لري او نه هم د اسلام د دا ډول باطلو عقائدو او نظرياتو سره پيوند کيدای شي .
مونږ د ډيموکراسۍ علمبردارانو ته وايو چې : آيا د (الديموقراطية ) لفظ په عربي ژبه کې وجود لري ؟
بلکي دا يو پردی کليمه ده چې ډيموکراسي Democratie يوه لاتيني کلیمه ده چې له دو برخو جوړه شوي ده Demos په منعی د خلکو او Cratie په معنی د حکومت چې پوره معنی د خلکو حکومت يا د خلکو لپاره حکومت ده .
ددی نظام جوړونکی بشر دی آساسی هدف يې د دولت له دين څخه جلاوالی دی .
دا چې د ډيموکراسۍ د واکونو د تنفيذ او د قوانينو جوړولو لپاره د ټولو خلکو په يو ځای راجمع کول يو ناشونی کار دی ، نو ځکه ډيموکراتانو دغه هدف ته د رسيدلو لپاره چې د ډيموکراسۍ تطبيق او د ولس د ارادی عملي کول دي يو بله لاره غوره کړه ، چې هغه پارلمان دی .
پارلمان څه ډول اداره ده ؟ ………. بيا
ليکنه : شيخ ابو يحيی الليبی
ژباړه : سيف الله غازي