خالد منصور هډه وال
خو که څوک غواړي چې د عربیت ماهر شي، او د عربو ذوق، اسلوب او مزاج درک کړي، نو ابن خلدون رحمه الله د څلورو کتابونو یادونه کړې ده، چې باید ولوستل شي.*
په خپل مشهور کتاب په مقدمه کې وایي:
“موږ د خپلو استادانو څخه اورېدلي چې د عربي ادب بنسټیزې او اصل کتابونه دا دي:”
1. ادب الکاتب د ابن قُتیبه
2. الکامل د مُبرّد
3. البیان والتبیین د جاحظ
4. النوادر د ابی علی بقالی
زما خپل مطالعې کې دا کتابونه دي، او ما پکې ډېر دقيق او خواږه نکات ترلاسه کړي دي. که دا کتابونه په غور سره ولولئ، ستاسو ذهن به روښانه، له تعصبه پاک او عربي ذوق ته نږدې شي.
دوهمه مهمه خبره دا ده:
تاسو عربالاصل نه یاست، او نه فصیح او خالص عربي ستاسو مورنۍ ژبه ده. نو دا طبیعي ده چې هره خبره به سمدلاسه نه درته واضح کېږي.
کله چې دا حقیقت ومنئ، نو د شيطان دا وسوسه به هم پر تاسو اغېز ونه کړي چې:
”ما ته خو عربي نه راځي“
هو! دا د زدهکړې طبیعت دی.
په پیل کې به د یوې صفحې نیمه برخه درته واضح کېږي، او نیمه نه.
خو کله چې یوه جمله یا اسلوب درته واضح شي، شکر ادا کړه، ځکه:
“که د نعمت شکر وکړې، الله تعالی نور هم زیاتوي!”
نو کوم څه چې درته نه واضح کېږي، پرېږده، مخکې لاړ شه!
ورو ورو به ووینئ چې:
ستاسو رواني بهتره شي.
بې له کومې درېدنې به څو ـ څو صفحې لوستلای شئ.
عبارت به درته معنی درکوي .
خو یوازینی شرط دا دی چې تسلسل او دوام ولرئ.
چې غواړي عربي د پښتو په شان ولوستل شي
ډېری زدهکوونکي، هلکان او نجونې، دا شکایت کوي چې ولې د دوی عربیت (عبارت لوستل او پوهېدل) سمه نه ده ؟
عربي عبارت څنګه سم شي؟
اول باید دا خبره په یاد ولرئ:
که دي درسِ نظامي درې کاله لوستي وي، یا دي د صرف او نحو یو یو پښتو اردو فارسي او يا هم عربي کتاب، هدایة النحو او کافیه ولوستله،
خو بیا هم عبارت نه شي لوستلی،
نو هغه دې ځان ملامت کړي، نه عبارت!
د عربي عبارت لوستلو او پوهېدو لپاره دومره علم بس دی!
وروستۍ مشوره:
اردو پښتو فارسي کتابونه پرېږده! یوازې عربي کتابونه ولوله!
که څوک څلوېښت ورځې یوازې عربي مطالعه وکړي،
نورو ژبو ته یې نظر هم نه شي، نو د عربي عبارت لوستل به پرې اسانه شي.
او هغه وخت به ته عربي داسې لوستلای شې، لکه څنګه چې پښتو یا اردو لولې.
همت وکړه! عربي زده کړه!
ځکه:
“عربي ژبه انسان ته مروت، عقل، او علمي ژورتیا ور زده کوي!”
يادونه !
مونږه دا نه وايو چه خپله ژبه يا نوري ژبي مه زده کوي بلکه مونږه هغه متعلمينو ته مشوره ور کو وو چې عربيت سره ئي ژور تعلق او علمي خزانه چه قران کریم او حدیث او نور علوم دي په عربي ژبه کښي دي .
دويمه يادونه هره ژبه ياده کړئ خو عربي باندې مه غالبه کوي عربي ژبې ته غلبه ور کړي.
خلاصه د بحث دا شوه محترمه
فقهاء کرام هم د عربي ژبې زدهکړه د دینی علم اساس بللې ده. علامه شاطبي رحمه الله وایي: “لا يمكن فهم الشريعة إلا بفهم لسان العرب” – شریعت هغه وخت سم درک کېدای شي چې د عربو ژبه سمه درک شي.
که څوک غواړي چې عربي د خپلې ژبې غوندې ولوستلای شي، نو تسلسل، تمرین، او همت لازمي دي. که څوک څلوېښت ورځې پرلهپسې یوازې عربي کتابونه ولولي او اردو ته مخه نه کړي، نو د ذهن غړي به د عربي له نغمو سره اشنا شي، او هغه مهال به یې لوست د ژباړې اړتیا نه لري، ځکه فهم به مستقیماً د زړه سره وصل شي.
الله تعالی وایي: وَاتَّقُوا اللَّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ (البقرة)
ژباړه: له الله نه وډار شئ، الله به درته علم درکړي.
د دې ټولو معنا دا ده چې که نیت صاف وي، هڅه دوامداره وي، او د عربی ادب سره مینه پیدا شي، نو دا ژبه به د زړه ژبه شي، او قرآن به د روح خوراک شي.