چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور ورباندې حرامه ده ، نکاح یې ماتیږي ؟

  • ka yao sary yave khaze sara zeena woky da dy sary nika da dagy khazy lor sara kegy kana

Abdul Samad

 امام ابوحنیفه (رح)، امام احمدبن حنبل(رح) او د امام مالک (رح) یو روایت کې پدې اند دي چې د کومې ښځې سره چا زنا کړې وي نو د هغې لور او مور ورباندې حرامې دي، نکاح یې ماتیږي، ددې دلایل د فقهې په کتابونو کې  شته او علماوو ته معلوم دي.
بل پلو ته  امام شافعي (رح) او امام مالک(رح) په یوه بل قول کې پدې اند دي چې دغه کار خو یو ناوړه او بد کار دی خو د کومې ښځې سره چې زنا شوې ده د هغې له مور او یا لور سره نکاح حرامه نه ده او که له پخوانه ورسره نکاح شوې وي نو ماتیږي نه،  ددې نظر د تایید دلایل هم د فقهې په کتابونو کې شته .
۲ – که یو چا له یوې ښځې سره زنا ونه کړه خو په یوه بستره کې له جامو نه پرته(لوڅ) ورسره څملاست، په شهوت سره یې لاس پرې وواهه، مچو یې کړه خو جنسي عملي اړیکې (دخول) صورت ونه نیوه ، نو دلته هم د امام ابوحنیفه(رح) د مذهب پر اساس ددې ښځې لور او مور په سړي حرامه ده او نکاح هم پرې ماتیږي، خو امام شافعي(رح) او امام احمد (رح) پدې اند دي چې نکاح نه پرې ماتیږي.
تاسې چې د کوم حالت یادونه کړې ده، هغه پدې  صورت حال کې شامله ده په اختلافي مسایلو کې د دلایلو پر بنسټ یا د شرعي ضرورت پر اساس د یوه مجتهد رایه پریښودل او د بل مجتهد رایه غوره کول خو روا دي اما یوازې د خپل خواهش د پوره کولو لپاره او د خپلې شخصي پیښې په پام کې نیولو سره د خپل پخواني مذهب او مجتهد امام  رایه پریښودل او د بل هغه غوره کول مناسب کار ندی .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.