په ساړي وهلو سره مونځ صحيح دى اوكه نه
سوال : لكه چه دهندوانوپه ډول ساړى وتړي نو مونځ په كښې كيږي اوكه نه ؟
جواب: كه چيرې عورت نه لوڅيږي نو مونځ پكې كيږي ،خوداښه طريقه نه ده(4) .
سوال : دښځو مونځ په ساړي يعني لنګ كښې كيږي اوكه نه ؟
جواب: كه چيرې دهمدغه ځاى رواج دښځو لباس همدا وي نوپه دې كښې هيڅ تكليف نشته مونځ يي كيږي ،خو دا اړينه ده چه سترپټول په كار دى (1).
(4) والرابع ستر عورته الخ وهى للرجل ماتحت سرته الى ماتحت ركبته الخ (الدرالمختار على هامش ردالمحتار ،باب شروط الصلوة ج۱ ص ۳۷۴ ، ۳۷۵ ) .
(1) والرابع سترعورته و وجوبه عام ولو فى الخلوة على الصحيح الا لفرض صحيح (درمختار) ووجوبه عام اى فى الصلوة وخارجها الخ ،(ردالمحتار ،باب شروط الصلوة ج۱ ص ۳۷۴ ) .