چاپلوسي کول څه حکم لري ؟

چاپلوسي کول څه حکم لري ؟

محترم خدای دې وکړي چې روغ او د ښه صحت لرونکی وې محترمه نن راڅه یو چا پوښتنه وکړه چې ځواب مې ترلاسه نه کړ که مرسته راسره وشي خوشحاله به شو هغه دا چې چاپلوس په شریعت کې څه حکم لري ؟

هدايت الله چابک

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

چاپلوسی چې په عربې کې ورته (التملق) وايي ، چاپلوسی د حد څخه زياته نرمي ، لطف ، يو چا ته بې حده عاجزي او خضوع کولو ته وايي ، يعنې د يو چا په صفت کولو ، احترام کولو ، نرمي کولو کې افراط ته چاپلوسی وايي، چې په شريعت کې ددې عمل څخه منع راغلی ده ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«ليس من خُلق المؤمن الملقُ » .

يعنې : چاپلوسي کول د مؤمن له اخلاقو څخه نه ده .

تملق او چاپلوسي يو اخلاقي آفت دی چې کله د خپل حق تر لاسه کولو لپاره وي ، کله د غير حق لپاره وي او کله يو انسان ته د طمع لپاره وي، چې د چاپلوسۍ ظاهر د حقيقت خلاف وي ، نو ددې آفت څخه بايد مسلمان ځان وساتي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.