څوک وايي “ا ســــر ا ئـــیـــل ته لعنت”؟ ایا تاسو د نبي نوم سپکوی ؟

“د حضرت یعقوب عليه السلام لقب ‘اسرائیل’ دی، خو یهود د خپل غاصب او ظالم دولت نوم ‘اســر ا. ئــیل’ ايښی دی، نو آیا د ‘اس. رائی ل’ نوم سره لعنت یا بد دعا کول جايز دي؟

مسلمانان باید دا نوم څنګه استعمال کړي؟

او د دې موضوع شرعي، عقلي او فقهي حقیقت څه دی؟”

الجواب وبالله التوفيق
يا الله توفيق رانصيب کړئ د صحيح جواب!

تفصيلي، وضاحتي، علمي جواب

1. اسرائیل څوک دی ؟

د “اسرائیل” نوم د قرآن مجید له مخې د یو جلیل القدر نبي، حضرت یعقوب علیه السلام لقب دی.

“كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ…”(آل عمران)

بني اسرائیل د یعقوب علیه السلام اولاد ته ویل کېږي، او په قرآن، حدیث او تفسیر کې دا واضح ده.

علامه شوکاني رحمه الله وایي:

“مفسرین متفق دي چې اسرائیل د یعقوب بن اسحاق بن ابراهیم علیهم السلام نوم یا لقب دی.”
(فتح القدیر)

نو “اسرائیل” د یو نبي نوم دی، نه د کفر او ظلم استازې.

2. یهودو د اسرائیل نوم څنګه غصب کړ؟

د یهودو د فریب او مکر دا تر ټولو بده او مکارانه چال دا ده چې د الله تعالی د یو محترم نبي نوم یې د خپل غاصب، فاسق، کافر، ظالم، قاتل، او د مسلمانانو د دښمن دولت لپاره استعمال کړ.
دا د دوی د مشرانو یو تحریف دی، تر څو د خلکو ذهن له حقیقتونو واړوي او خپل جرمونه د نبوت پردې لاندې پټ کړي.

د اسلامي علماوو نظر !

علما وایي چې دا یو فریب او تحریف دی، او مسلمانان باید دا درک کړي چې یهود اصلاً بني اسرائیل نه دي، او که وي هم، خو نافرمان او کافر نسلونه دي، نه د نبي پیروان.

3. مسلمانانو ته کوم خطر شته؟

زیاتره مسلمانان د خپل جواز پرته د غوسې په حالت کې داسې جملې کاروي:
“اسرائیل ته لعنت وي” یا “اللهم العن إسرائيل”
حال دا چې دا الفاظ په ظاهر کې د حضرت یعقوب علیه السلام د نوم په وړاندې دي، که څه هم نیت بل وي.

دا قول د عقیدې خطر لري، ځکه د یو نبي نوم ته لعنت ویل د کفر او حرمت دروازه خلاصوي.

4. شرعي حکم څه دی؟

الف: د انبياءو سپکاوی یا لعنت په اتفاق حرام دی.

> “لا نفرق بين أحد من رسله” (البقرة)
او نبيانو ته لعنت ویل یا سپکاوی کول لوي کفر دی.

ب: د کافر یهودو لپاره لعنت جائز دی:

> “لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنۢ بَنِيٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ…”
(المائدة)

امام نووي رحمه الله لیکي:

> “لعنُ المعيّن لا يجوز، إلا إذا مات على الكفر، وأما لعنة طائفة من الكفار فجائز.”
(شرح صحیح مسلم)

نو یهودو ته لعنت جائز دی، خو د نبي نوم “اسرائیل” کارول پکې ناروا دي.

صحیح طریقه دا ده چه بايد احتياط وه شي:

غلط جملې:

اللهم العن اسرائیل

اسرائیلو باندې لعنت وي

اسرائیل دي تباه شي .

باید مسلمانان دا درک کړي، عام خلکو ته دا مسئله بیان شي، او دا ډول الفاظو نه ځان وساتي.

باید یهودو ته لعنت د هغوی په حقیقي نوم وايو،

او ووايو: “اللهم العن اليهود”، “اللهم اخز الصهاينة”، “اللهم دمر أعداء الإسلام”،

خو دا ونه وایو چې “اسرائیل باندې لعنت دي وي”. ځکه دا جمله که څه هم نیت بل وي، خو لفظ داسې دی چې د یو نبي نوم بدناموي، او دا د عقیدې یوه نازکه، حساسه او خطرناکه مسله ده.
او قران کریم مونږه منع کړي يو !

[سُوۡرَةُ البَقَرَة]
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَقُولُوا رٰعِنَا وَقُولُوا انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ

اې مؤمنانو! [پيغمبر (ص) ته] رَاعِنَا مه وایاست، بلكې اُنْظُرْنَا (زموږ خوا ته د عنايت نظر وکړه) ووایاست او په غور سره خبره واورئ. او كافرانو ته دردوونكي عذاب دی.
MQB Apps

او با مقام کښي رب العالمين فرمايي

[سُوۡرَةُ النِّسَاء]
مِّنَ الَّذِينَ هَادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرٰعِنَا لَيًّۢا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِى الدِّينِ ۚ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلٰكِن لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

د یهودانو ځیني كسان داسي دي چي الفاظو ته له خپلو ځايونو څخه تغيير وركوي- او وايي: «موږ واورېدل او مو نه منل، او واوره، په داسي حال کي چي اورول شوی نه یې.» او د حق دين پر خلاف د نېښ وهلو لپاره خپلي ژبي اړوي رااړوي- او وايي: «راعنا = ته زموږ شپون یې». په داسي حال کي چي كه هغوى ويلي واى «موږ واورېدل او و مو منل، او واوره او پر موږ نظر لره.» – نو دا به د هغو لپاره غوره او ډېره سمه لاره وه؛ خو پر هغو باندي د خپلي باطل پرستۍ له امله لعنتونه ورېدلي دي، له دې كبله هغوى ډېر لږ (خلک) ايمان راوړي.

MQB Apps

دا زموږ ذمه واري ده چې خپل عقیده، ژبه، او نیت پاک وساتو، د انبياؤ احترام وکړو، او د یهودو مکر او فریب ته ونه غولو شو. الله تعالی دې موږ ته دا بصیرت راکړي چې د دښمن په فریب پوه شو، او له خپلو مقدساتو نه دفاع وکړو.

ځینې خلک وايي چې مقصد مو یهود دي، نه یعقوب علیه السلام، خو خبره داده چې مقصد نه، بلکې لفظ ته کتل کېږي. نیت که هر څومره ښه وي، خو که لفظ غلط وي، نو شرعاً پرې حساب کېږي. دا ځکه چې نبي ته د سپکاوي یوه ذره هم نه شي زغمل کېدای، او نه هم د نوم توهین جایز دی. نبي، که حضرت یعقوب وي یا بل، د الله پاک استازی دی، او د هغه احترام فرض دی.

صحیح جملې:

اللهم العن اليهود

اللهم اخزِ الصهاينة المعتدين

الله تعالی دې یهود او صهیونیستي ظالمان هلاک کړي

خلاصه د جواب دا شوه محترمه

اسرائیل، دا نوم د یو جلیل القدر نبي حضرت یعقوب علیه السلام دی. قرآن کریم په ښکاره ډول دا نوم استعمال کړی، لکه د آل عمران او مریم په سورتونو کې. مفسرین کرام متفق دي چې اسرائیل د یعقوب علیه السلام نوم یا لقب دی، لکه څنګه چې علامه شوکاني رحمه الله وايي، دا د هغه مبارک لقب وو.

خو افسوس دا دی چې دا نوم نن سبا د یهودو د غاصب، ظالم او دښمن دولت لپاره استعمالېږي. دا د دوی له لورې یو لوی مکر او فریب دی چې د نبوت له یو پاک نوم نه استفاده کوي تر څو خپل قبیح اعمال پټ کړي.

یقیناً یهود یوه مکار، فاجر او د نبي وژونکو قوم نه دی، چې تاریخ یې د فریب، ظلم، او سرکشي نه ډک دی.

دوی خپل ځان ته “اسر ا ئیل” وايي، خو حقیقت دا دی چې هغوی د حضرت ا سر ا ئیل علیه السلام وارثان نه، بلکې نافرمانه اولادونه دي، او که اصلاً نسل هم ترې نه وي، نو بیا خو بېخي بې‌ربطه دي. خو د دوی دا مکر دومره کامیاب شو چې حتی مسلمانان هم د غصې په حالت کې د دې نوم سره بد دعاوې کوي، لعنت وايي، او دا خبره یې هیره کړې چې دا نوم د الله یو نبي ته منسوب دی.

1. “اسرائیل” د یو معزز نبي علیه السلام نوم دی، دا به هېڅکله د لعنت یا بد دعا هدف نه وي.

2. یهود دا نوم په فریب استعمال کړی، مسلمان باید دا فریب وپیژني.

3. د ظالم یهودو لپاره لعنت جائز دی، خو د نبي نوم کارول پکې حرام دي.

4. علماء او عوام ته پکار دي چې دا فرق خلکو ته واضح کړي، او د عقیدې دا خطرناکه مسله خلکو ته بیان کړي.

5. د امت د اصلاح لپاره دا موضوع باید په خطبو، درسي حلقو او درسونو کې توضیح شي .

اخر کښي بيا وايم

کله چې یو مسلمان ووايي: “اسرائیل ته لعنت وي” یا “اللهم العن اسرائیل”، نو که څه هم نیت یې د یهودو وي، خو لفظاً یې بد دعا د حضرت یعقوب علیه السلام نوم ته ده. دا کار دومره خطرناک دی چې که څوک د یو نبي نوم سره لعنت وکړي، نو دا کفر ته نږدې عمل دی، او د ایمان سره سخت ټکر لري. که څوک دا خبره هسې عادتاً هم کوي، نو باید سم شي، ځان له پوهه او احتیاط غوره کړي.

فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.

که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .

 

يادونه!

وټسپ نمبر باندې مشوره تنقيد تجويز باندې زما رهنمايي وکړي.
………………………..
الجواب الصحيح : خالد منصور هډه وال
—————————
که شرعي سوالونه لري ځواب لپاره برا وټسپ نمبر باندې مونږه سره شريک کړي

نوټ..
او ضرور ئي شير کړئ مننه .

مننه له هغه چا نه چې ليکنه ئي وه لوستله او د ګوتو نښه يې پرېښوده.!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟