څنګه کولایی شو انرژی په لاس راوړو؟

لیکنه: ایمل فهیم
د نړی مهم بریښنا بندونه

انرژی (Energy)
انرژی یو فزیکی کمیت دی چی په دوو شکلونو سره کیدلایی شی چی ولیدل شی ( په حرارتی شکل او د نور(رڼا) په شکل) ، انرژی په طبعیت کی شتون لری چی نه له منځه ځی او نه منځ ته راځی .
په ټولییزه توګه د انرژی مختلف ډولونه په دوو ډولونو تقسیمیږی : پوتانشیلی انرژی او جنبشی انرژی .
او په مجموع کی پوتانشیلی انرژی او جنبشی انرژی ته میخانیکی انرژی وایی.
پوتانشیل انرژی مختلف ډولونه لری :
ګرانشی پوتاشیل انرژی ، شیمایی پوتاشیل انرژی ، الکټریکی پوتاشیل انرژی ، مقناطیسی پوتاشیل انرژی
هسته ای پوتاشیل انرژی
د انرژی سپما (صرفه جویی)
د انرژی سپما په مجموع کی هغه اقداماتو ته ویل کیږی چی د انرژی عرضه کوونکی او مصرف کوونکی د انرژی د غیرضروری مصارفو د کموالی لپاره کار وکړی چی د Energy Conservation اصطلاح په همدغه مفهوم ده .

د لمر انرژی (Solar Energy)
د لمر صفحی(Solar) کی اکثراً سلیکان شتون لری چی سلیکان د لمر زیاته انرژی یعنی فوتونونه چی د لمر څخه په سلیکانی صفحه لګیږی په سلو کی 32 سلنه یی په الکټرونی انرژی تبدیلوی .
اټومی انرژی (Atomic Energy)
هغه انرژی چی د ریاکتیوی وړانګو لرونکی وی مثلا یورانیم چی د عناصرو په سر کی ځای لری ، په لاس راځی .
د دغه عناصرو هسته بمباروی او نیوترون یی په پازیترون تجزیه کیږی الکترون یی د مثبت چارج لرونکی دی چی خورا زیاته انرژی اذادوی او د اتوم د هستی څخه بهر متصاعد کیږی .
هغه انرژی په لاس راځی د اټومی انرژی په نوم یادیږی .
انرژی قابل بازیافت (هغه انرژی چی دوباره په لاس راځی )
قابل بازیافت انرژی هغه انرژی ده چی د لګښت وروسته بیا په لاس راشی مثلا هغه انرژی چی د بیوګاز ، بیوډیزل د مصرف څخه وروسته دوباره په لاس راځی ، مادی انرژی ، لمر انرژی ، اوبیزه انرژی هم د قابل بازیافت انرژی څخه شمیرل کیږی .
او غیرقابل بازیافت انرژی هغه انرژی ته ویل کیږی چی د غیر قابل بازیافت موادو لکه فوسیلونو څخه په لاس راځی چی فوسیلی انرژی هم ورته ویلی شو لکه د ډبرو سکاره او نفتی مواد(ډیزل ، بیزین ، ګاز) .
بیوګاز :
بیوګاز دی چی د ژوندیو موجوداتو د فاضله موادو څخه په لاس راځی او په دی وروستیو کی ډير د حیواناتو د فاضله موادو څخه په لاس راځی .
هغه ګاز دی چی محیطی زیست ستونزی منځ ته نه راوړی او په هغه کی د 8-10% په حدودو کی خالص اکسیجن وجود لری چی په طبعی ګاز کی شتون نه لری په بیوګاز کی د اکسیجن دغه مقدار د ګاز د بشپړ سوزیدو سبب ګرځی او همدارنګه CO چی یو مضر ګاز دی نه تولیدوی .
او همدارنګه د دغه ګاز یوه بله بهتری داده چی په کی سلفر (S) شتون نه لری چی په طبعی ګاز کی د سلفر سوزیدل د اسیدی بارانونو او د سرطان زا ترکیباتو د پیداکیدو احتمال زیاتوی چی بیوګاز د دغه ترکیباتو خلاص دی چون سلفر په هغه کی شتون نه لری او د محیط زیست لپاره کاملا یو ګټور ګاز دی .
د بیوګاز تولید:
بیوګاز په ډیر ساده او بسیط ډول سره کیدلایی شی په کلیوالی سیمو او د حیـواناتو په فـارمـونـو کی تولید شی .
د دغه ګاز تولید په لاندی شکل دی :
لمړی ځمکه یوه اندازه حفر (کنده) کیږی وروسته همدغه کنده د خښتو په واسطه پوښل کیږی اود هغه سر د یو فلز په واسطه کلک کیږی چی د فلز په سر باندی یو شیردهن هم نصب کیږی همدارنګه د کندی په لاندینی برخه کی یوه دریڅه ښی لورته اوبله هم کیڼ لورته جوړیږی چی دغه دریڅی د فاضله موادو د اضافه کولو او همدارنګه د باقیمانده موادو(کیمیاوی کوډ) د بهرکولو لپاره نصب کیږی .
نوموړی کنده (حفره) په څلورو برخو ویشل کیږی چی لاندینی برخه یی د فاضله موادو لپاره تخصیص شوی ده وروسته له هغه دوه برخی یی د اوبو لپاره او پورتنی برخه یی هغه ځای دی چی هلته همدغه تولید شوی بیوګاز تجمع کوی .
د کیمیاوی لحاظه هغه تغیرات او تبادلات چی په دغه کنده کی منځته راځی په لاندی شکل دی .
لمړی سرګین چی په پورتنی برخه کی قرار لری چون اکسیجن شتون نه لری نو د غیر هوازی باکتریاوو په واسطه تخمر منځ ته راځی وروسته دغه مواد د اوبو سره یوځای کیږی او کاربوسیکلیک یا عضوی اسیدونه منځته راوړی وروسته دغه اسیدونه تجزیه کیږی او له هغه بیوګاز متصاعد کیږی چی د 60-68% میتان او 9-10% پوری اکسیجن لری .
د بیوګاز د تولید وروسته مستقیما د ګټی اخیستنی او د انتقال وړ دی .
هستوی بریښنا
د لمړی ځل لپاره په کال 1956 کې د انګلستان د کالډر هال په ښار کې دبرښنا د تولید لپاره ستر ریکټور جوړ شو چې د 47 کلونو لپاره یې انګلستان ته برښنا ورکړه.د دغه ریکټور هستوی توکی یورانیم ول چې د نړۍ تر نیمایی زیات یورانیمد کاناډا، آسټرالیااو قزاقستان لخوا تولیدیږئ. هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوئ او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروئ او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخه انرژي لاس ته راځی چې بیا دا انرژي د ریکټور شا او خوا اوبه تودوئ چې دا اوبه بیا په بخار اوړئ او په پایله کې بخار توربین او توربین د برښنا تولید کوونکی یا جنراټور په کار اچوئ.یورانیم ډول ډول ایزوتوپونه لرئ چې یواځې یورانیم 235 یې د چاودنې وړ دئ او انرژی تولیدوئ. یورانیم 235 په طبیعی ډول له 1% څخه کم له یورانیم 238 سره ګډ پیدا کیږئ چې دا یورانیم بیا بډاینې ته اړتیا لرئ تر څو د انرژی د تولید جوګه شئ. یورانیم235 باید له 2 تر 3 سلنه بډای شئ ترڅو په ریکټور کې د سون توکو په بڼه وکارول شئ. د یوه هستوي ریکټور په مینځ کې د بډای شویو یورانیمو څخه ډکې میله د ترفشار لاندې اوبه په حوض کې یښي دئ.کله چې ریکټور چالان وئ نو نیوټرونونه د یورانیمو هستې بمبارد کوئ او د دغو هستو د چاودنې په ترڅه کې ستره توښه را مینځ ته کیږئ چې دا تودښه اوبه په بخار اړولای شئ. د چاودنې په ترڅ کې د انرژی تر څنګ نیوټرونونه هم خپریږئ چې دغه نیوټرونونه بیا نورې هستې چوی چې په پایله کې یو ځنځیری تعامل را مینڅ ته کیږئ. د دې تعامل د کنټرول لپاره د سون توکو د میلو ترڅنګ د کنټرول میلې هم شتون لرئ چې د اړتیا په وخت

کې د یورانیمو دغه ځنځیری تعامل د نیوټرونونو د جذب په پایله کې کنټرولوئ. د ریکټور ټوله بټۍ یو کانکریټی پوښ لرئ چې دا پوښ له بټۍ څخه چاپیریال ته د وړانګو د خپراوی مخه نیسئ. په نړۍ کې ځینې خلک د هستوی بټیو په خلاف دئ او علت یې هم دادی چې دا بټۍ د سون فاضله توکی تولیدوئ او دغو توکو ساتنه کیدای شئ هستوي ناورین را مینځ ته کړي، خو په حقیقت کې داسې نده.هستوي انرژی تر ټولو پاکه ده او چاپیریال ته زیامن کونکي ګازونه چې د ګرین هاوس ګازونو په نامه یادیږئ نه خپروئ. په هستوی ریکټورونو کې د نړۍ لمړۍ پیښه د انګلستان د غربی کمبریا په ریکټور کې د باد د تندوالی له امله په 1957 کال کې رامینځ ته شوه چې چاپیریال ته یې راډیو اکټیف وړانګې خپرې کړئ او په پایله کي یې د دغې سیمې د شیدو په استعمال بندیز ولګید. اوسني ریکټورونه د اټوماټیک بندیدلو وړتیا لرئ او د ګواښ د رامینځ ته کیدو په صورت کې په خپله مړ کیږئ. دنړۍ تر ټولو ستره او زیانمن کونکې هستوي چاودنه د اوکراین په چرنوبیل ریکټور کې په کال 1986 کې پیښه شوه، دغې چاودنې په لس هاوو خلک مړه کړل او په سل هاوو زره یې په تشعشع باندې معروض کړل.

د هستوي بټۍ په اړه لنډ مالومات
د هستوي انرژي صنعت کولای شي چې په لنډ او اوږده مهال کې د کارموندنې او اقتصادي ودې په برخو کې ښه رول ولوبوي. په نړۍ کې تر 150 پورته هستوي بټیو کار په پلان کې ده او 65 نور تر کار لاندې دي. له همدې امله کیدای شي چې په راتلونکي کې نړۍ د هستوي سون توکو او هستوي بټیو کارکونکو له کمښت سره مخامخ شي. داسې اټکل شوی چې په راتلونکو لس کلونو کې به د هستوي تولیداتو د راکړې ورکړې کچه له 500 څخه تر 740 بلیونه ډالره پورې ورسیږي. همدارنګه دا اټکل هم شوی چې نړۍ به تر ۲۰۳۵ پورې ۲۵ سلنه نورې اضافي انرژي ته اړتیا ولري، له بلې خوا د انرژي شته چینې لکه تیل او سکاره هم د خلاصیدلو خوا ته روان دي نو داسې ویلا شو چې یواځنۍ د انرژي چینه چې په راتلونکي کې ورته تمه شته، هستوي انرژي ده.

دهستوي بټۍ اقتصادي ګټې: هر کال یوه متوسطه هستوي بټۍ چې 1000 میګاواټه بریښنا تولیدوي، 740 ملیونه ډالره د بټۍ خاوند او 40 ملیونه ډالره کار اخیستونکو ته ګټه رسوي. د احصایو له مخې هر یو ډالر چې د حکومت لخوا په یوه هستوي بټۍ باندې لګیږي نو 1.04 ډالره سیمئیزې پانګې ته او 1.87ډالره حکومتي پانګې ته ګټه رسوي.

په کاري ځواک یې اغیزې:
وروستۍ څیړنې ښيي، هغه هستوي بټۍ چې د بريښنا د تولید لپاره کارول کیږي د نورو بریښنا تولید کونکو فابریکو په پرتله ډیر کارکونکي استخداموي او معاش یې هم د نورو په پرتله ډیر دی. د یوې هستوي بټۍ په کار اچونې لپاره له 400 څخه تر 700 پورې تلپاتې او تر 500 پورې لنډ مهاله دندې را مینځ ته کوي. د هستوي بټۍ کارکونکې په سیمه کې د نورو عادي کار کونکو په پرتله 36 سلنه ډیر معاش لري. په ټولیزه توګه په هستوي بټۍ کې تر بل هر ځای ښه او د لوړ معاش کار پیدا کیږي.
د نوې بټۍ جوړول: د یوه نوي هستوي بټۍ د جوړلو لپاره د بټۍ د لویوالي په تناسب له ۶ څخه تر ۸ بلیونه ډالرو ته اړتیا شته. د یوې بټۍ جوړول تر 3500 پورې کارکوونکو ته اړتیا لري، په دې شمیر کې به فلزکارانو، نلدوانانو، سنګتراشانو، ترکاڼانو، ماشین سازانو، برقیانو، د لویو ماشینونو چلونکو، د پروژې مدیرانو، مشاورینو او انجنیرانو ته هم د کار موکې پیدا شي. د یوې نوې بټۍ د جوړیدلو لپاره 305600 متر مربع کانکریټ، 66000 ټنه اوسپنې، 70 کیلومټره پایپ، 490 کیلومټره د بريښنا مزی او 130000 نورو بریښنايي سامانونو ته اړتیا شته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.