څنګه پوه شم چې سردردي مې عادي نده

د خطرناکې سردردي عام علایم:
۱-ناڅاپي، شدیده او د کنترول نه وتلې سردردي.
۲-هغه سردردي چې د شدت له نظره مو پخوا نه وي تجربه کړې.
۳-له سردردي سره یو ځای مو په خبرو کولو کې تغیرات راشي یا په عامه اصطلاح تړتړي کېدل.
۴-له سردردي سره یو ځای د لیدلو او نظر ګډوډېدل.
۵-له سردردي سره یو ځای د لاسونو او یا د پښو کمزوري.
۶-هغه سردردي چې د ولاړېدلو سره یو ځای د بدن توازن خراب کړي.
۷-کنګسیت او ورو ورو د حافظې له منځه تلل.
۸-د سردردي سره یو ځای زړه بدوالی او کانګې.
۹-که سردردي مو ۲۴ ساعته مسلسل دوام پیدا کړي او په شدت کې یې زیاتوالی موجود وي.
۱۰-د درد ضد درملو استعمال سره سره د سردردي په شدت کې کموالی رانشي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.