څنګه نوي مفکوره رامنځ ته کړو؟

آغاملوک سهار

نړۍ ورځ تر بلي په چټکي سره په مخ روانه ده، د پرون مفکورې، د کارکولو لارې چارې او آلات د نن لپاره ځواب ویونکي ندي، که کوم شرکت، اداره،… د تېرې ورځې په فکر، تولید، رسم باندي متکې وي بې عیبه به هم نه وي. هرڅوک نوښت ته لومړیتوب ورکوي، غواړي نوي څه په متفاوت ډول تر سره کړي، نوښت یوازې په کمپنیو او شرکتونو پورې تړلی ندی چې نوي څه بازار ته وړاندي کړي، د ژوند هر اړخ کې باید نوښت وي،سویزرلنډ، سویډن او برطانیه په ترتیب اول دوهم او دریم هیوادونه دي چې ډیرې مفکورې په کې رامنځته کیږي، دا غټه موضوع ده باید ژور بحث ورباندي وسي خو د لېکنې د اوږدیدو په خاطر زه ډیرو جزیاتو ته نه ځم. د ايډیا یا مفکورې د رامنځ ته کولو لپاره ډیر میتودونه او تخنیکونه سته چې ځینې عام او ځېنې خاص دي، د مفکورې رامنځته کول یوه شعورې هڅه ده، که وغواړي هر څوک یې رامنځته کولاي سي، د مفکورې کیفیت مهم ده، نه کمیت. یوه نوښت نه یواځي د یو کس ژوند بدله وي بلکې ډیر وخت د ډیرو د ژوند د بدلون سبب سي، نوې مفکوره نوې تقضا رامنځته کوي، کاري فرصت، نور ته الهام، لاسته راوړنه او نورې ښېګنې له ځان سره لري او یو عادي کس په یونیک کس بدله وي.
خو څنګه مفکوره رامنځ ته کولای سو؟ څنګه نوښت په تعریف کولای سو؟،؟،؟.

له کله چې ما وغوښل چې باید نوښت وکړم تر ننه ما څو مفکورې رامنځ ته کړي، چې ځینې راز(Secret)دي  چې ما تر اوسه له چاسره ندي شریکې کړي او ځینې مې بیا شریکې کړي او رسنیو هم خپرې کړې، په دوو مې جایزې هم ګټلې. لمر، درک، درمل،AFS، ولیډپلیټ اپلیکیشنونه، بیډۍ، شکرۍ ګیمونه.

مهم نده چې ته دي له سره نوې مفکوره رامنځ ته کړي، په شته وو کې که نوې ور اضافه سي هم نوښت ده،یو څه باید له یاده ونه باسو چې ایا دا مفکوره عملې ده کنه.  ما سره تل دا فکر وي چې باید نوي مفکوره رامنځته کړم، که په لاره ځم هم دا فکر راسره وي، که چیرته ناست یم هم دا فکر راسره یې، ددي لپاره ما په یوه ساده قانون په ځان منلی دی، هغه دا چې هر څه ته د نقد په سترګه ګورم، څو پوښتنې مې تل به ذهن کي وي د څه لپاره ده. چا جوړ کړ؟ ولی؟ که دا ډول یو څه وي څنګه ده؟، ډیر وخت به زه د یو څه په فکر کې وم چې به ناست وم دوه دری ساغته به تیر سوی وو، یا به موټر د کته کیدلو له ځایه تیر کړي وم،… او دا مې هم عادت دي د شپې تر ویده کیدو مخکې شل یا لس دقیقې فکر کوم، مخکې به تر ویده کیدو له ځان سره کتابچه یښي وه، که به دي شپې راکینستم یا سهار نو لیدلي خوب او تازه نظر به مې نوټ کول ځکه لاشعور کار ورباندي کوي، دا ډیر ګټور تخنیک ده،ښې مفکورې له خوشحاله پیښو رامنځته کیږي لکه ملګرو سره چیرته قهوه څښل، میلمستیا، له ټوکې،د نورو نوښتونه لیدل، سیاحت، خو سخت کار تر تولو ښې مفکورې رامنځته کوۍ،  که چیرته تاسو سره موضوع نه پیدا کیږي نو له خلګو د مشکلاتو پوښتنه وکړي، مشکلات یې نوټ کړي، له یو بزګر سره کینئ، موټروان… کله چې مشکلات مو ټول کړو د خپل طرز فکر مطابق حل لاره ورته وړاندې کړي.

۱: چیلنجونه فرض کړه(Challenge assumptions):فرض کړه مثلاُ که نوی کار پیل وم خو په  کافي انداه پیسې نلرم، ځای نلرم، تنها هم یم، خو د کور مصارف را لغاړي دي، نو څه کول په کار دي؟؟؟

۲: ستونزه په بل عبارت (Reword the problem):ستونزه مختلف اړخونه لري نو باید له مختلفو زاویو ورته وګورو. ولي یې حل کوو؟ که یې نه کړو حل څه به وسي؟ ګټه به یې څه وي؟ سم دستي ګټه کوي کنه؟؟؟؟

۳: ځان دي له مختلفو اړخونو تصویر کړه(Express yourself through different media): موږ معمولاُ شفاهی یا لفظی حل لاره وړاندي کوو خو موږ مختلف استعدادنو لرو نو ستونزې باید له څو لارو رسم کړي، لکه لیکل، رسمول، رنګولو،پریزنټ… مهم یې رسم ده، بیا یې ویشو او هري برخې ته حل لاره مومو.

۴: تخیل(Imagination ): کوم کسان چې قوي تخیل لري، ښه نوښت کولاي سي، زما په نظر تخیل هم لکه شخصیت او لیکوالی ورو ورو وده کوي، ښه ده خپل تخیل ته وده ورکړو.

۵: ډیر کتابونه ولولی (Read More Books): نوې څېړنې، نوي کتابونه لوستل مرسته کوي چې دقیق او ښې مفکوره رامنځ کړو.

۶: معکوس فکر وکړه (Think in reverse): که ته دا فکر کوي چې زه نوي څه په اړه فکر نه سم کولای، چې ستونزه حل کړي، کار مخته بوزي، نو ددي برعکس منفي فکر وکړه،تخریبي، څنګه کولای سي خنډ رامنځ ته کړي؟ چیلنجونو جوړ کړي؟ د کار مانع سي؟ له دي وروسته دي هر یو ته حل لاره ومومه چې اصلي ستونزه به حل سي.

📢عزیزان گرانقدر:

لطفاً این مضامین خیلی مهم و حیاتی را با تمام خانواده، اقارب، دوستان، و همکاران تان شریک سازید، و در رشد فکری، عقیدتی، ایمانی و وجدانی همنوع تان اقلاً یک امر خیری را، مایه ی حصولِ صدقات جاریه ی تان سازید.

جزاکم الله خیراً!

*******************

یادونه: په دعوت نیوز کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، د دعوت نیوز توافق ورسره شرط نه دی.

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟