څلورم بنسټ ، دين ، عقل او سر مال ته به ضرر نه وي

داسې معاملات چې په هغه کې دين ته خطر وي ، مثلاً د لمونځ د ترک سبب ګرځي ، په کوم کفري هيواد کې تجارت کول چې هلته د روژې نيولو څخه منع کوي او يا د دين د نورو احکام د ضايع کېدوخطر وي ، يا د عقل سر او مال خطر وي داسې معاملات او تجارت جايز نه دی .

لقوله سبحانه وتعالی :[رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ] (سورة النور الآية ۳۷).

ژباړه : هسې سړي يې ثنا او صفت وايي چې تجارت او راکړه ورکړه يې د الله له يادولو د لمانځه له ودرولو ، د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي له هغې ورځې نه ډاريږي چې زړونه پکې اوړي را اوړي او سترګې رډې خيږي .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.