(ځوانکۍ(بخار

د ځوانۍ پیل کېدو سره سم په ځانګړې توګه له ۱۵ کلنې څخه تر ۲۲ کلنې پورې د بنیادم پرمخ وړې تور رنګې دانې راخېژي چې ډیرې پر مخ اوسینه وي. دې ته ځوانکې یا د ځواني دانې ویل کېي

اسباب
د ځوانۍ د پیل، د هاضمي خرابی، د وینې خرابی، په ښځو کې میاشتنې عادت بندېدل، د خوږو او غوړو ځېزونو ډېر استعمال دې ناروغی لاملونه ګڼل کېږي
نښې نښانې
پرمخ، ورمېږ او سینې باندې وړې وړې تورې رنګه دانې راخیژي. که چیرې زور پرې وسي، نو له بیخه راوځي، کله له غټیږي او نو هم پکې پیداکېږي. که چیرې وچه او روغه سي، نو په مخ باندې تور داغ پرېږدي
درملنه
مخ هره ورځ په صابون پاک ومینځئ. که چیرې نو او زوه زپیپ لري هم یې صفا کړئ ۲۵۰Cap.Oxytetracycllin ملي ګرامه د ورځې ۳دانې وخورئ او یا دې ۲۵۰Tab.Erythrocin ملي ګرامه ګولۍ د ورځې درې دانې وخوړل سي او تر یوې اونۍ پورې دې استعمال سي.
یا 100 Cap.Doxycilin یوه دانه تر یوې میاشتې پورې استعمال کړي
له دې سره ورته په مخ باندې Pomad-Dermoquinal او یا هم باندې Pomad-Retino کریم په مخ باندې ولګوي. همداراز دې په مخ باندې Sol-Acnex هم مالش کړي.
پرهېز‌
ناروغ دې خواږه شیان، غوړ، شیدې، هګۍ، وریجې، شربت نه استعمالوي، سپورټ دې زیات کوي، چې خوله یې راو روانه سي، په مخ دې تیل او واسلین نه لګوي، د ورځې دې څلور پنځه ځله مخ ومینځي، په مخ دې ګوتې نه وهي، او په هنداره کې دې هم نه ګوري. دشپې ویده کېدو پرمهال
دېCream Eskmel استعمال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

error: Content is protected !!
چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟