حنفي سادات
ناشر: دعوت نیوز.کام
دښمن تل دا هڅه کړې ده چې د اسلامي نړۍ تنکي ځوانان د خپل اثر او رسوخ لاندې راولي او د خپلو شومو اهدافو لپاره ېې وکاروي.
دوی تنکي ځوانان د دې لپاره انتخابوي چې:
د ټولنې دغه قشر احساساتي وي او ډير ژر په لومو کې نښلي او دښمن کولای شي دوی د خپل هدف لپاره د یوې نانځکې په توګه وکاروي.
دوهم دا چې د پخو عمر لرونکو. اشخاصو په نسبت د ځوانانو تجارب کم وي او ډير ژر دوکه کیږي.
نو دښمن همیشه کوشش کوي تنکي ځوانان داسې وروزي چې د خپل دین، مذهب ، کلتور او تهذیب پر خلاف د پردیو افکارو د خپراوي لپاره ېې وکاروي.
عموماً دا ډول ځوانانو ته دښه ژوند، عیش وعشرت، ترقۍ ، پرمختګ او نور تش په نامه شعارونه مخته کیږي او د دا ډول شعارونو تر عنوان لاندې ېې د بې لارې کولو هڅه کیږي.
په تاریخ کې د دا ډول پيښو ښه مثالونه شته،. چې یوه ښه بیلګه د عثماني خلافت پرمهال د ځوانو ترکانو د [اتحاد او ترقۍ کمیټې] په نوم ټولنه وه چې د عثماني امپراطورۍ د زوال لامل شوه.
دغه ځوانان چې د صهیونستي یهودي تحریک لخوا روزل شوي و په 1908م. کال کې ېې سلطان عبدالحمید له واک څخه ګوښه کړ او د عثماني امپراطورۍ له منځه وړلو ته ېې لاره هواره کړه.
فلسطين یهودیانو په تدریج سره اشغال کړاو په عموم کې ټوله اسلامي نړۍ له یو بد حالت سره مخ شوه او تر ننه په همدې حالت کې قرار لري.
ځوانو ترکانو دا هرڅه د دې لپاره وکړل چې ویل به ېې: موږ د اروپایانو په څير ترقي ، پرمختګ او ښه ژوند غواړو.
په حقیقت کې ترقي او پرمختګ تش په نامه شعار و چې یهودیانو پرې دغه ځوانان دوکه کړل او د دې شعار څخه په ګټه اخیستو سره ېې ځوان ترک مسلمانان له خپل دین او فرهنګ څخه متنفرکړل او پر ځاې ېې سیکولریزم د دوی په ذهنونو کې پيچکاري کړ چې بالاخره عثماني خلافت ته د لستوڼي ماران وګرځیدل او د یوې لوېې امپراطورۍ د ړنګیدو سبب شول.
په اوسني عصر کې هم غربیان خپل افکار، کلتور او تهذیب په اسلامي هیوادونو کې د رسنیو او نورو مختلفو لارو خپروي چې بدبختانه نن هم ډیر شمیر ځوانان ېې تر اثر لاندې راغلي دي.
زموږ په هیواد کې ېې هم په زیات شمیر ځوانانو باندې تر دې حده اثر کړی دی چې خپل کلتور او فرهنګ شرم او عار ګڼي او پر ځای ېې په پردي فرهنګ فخر کوي.
واضح ده کله چې په فکري لحاظ د پردیو څخه متأثره شو نوجسماً به هم د پردیو د اهدافو لپاره استعمالیږو.
د دې لپاره چې د دغه طوفان مخه ونیسو نو موږ ځوانان باید ژوره مطالعه ولرو، خپل دین، کلتور او فرهنګ باید مطالعه کړو.
د اسلامي نړۍ تاریخ ولولو ، ځکه اوس چې څه پيښږي، د تاریخ په اوږدو کې دې ته ورته ډیرې پيښې بیا بیا تکرار شوي دي او نتایج ېې هم معلوم دي .
داسلامي نړۍ د پوهانو نظریات باید ولولو او د لارې د مشال په حیث ترې استفاده وکړو، تر څو ذهنونه مو خلاص وي ، د دښمن په لومو کې ونه نښلواو په دې پوه شو چې . څوک په زهرو کې لړلې ګوړې راکوي او څوک هغه درمل چې ظاهراً ترخه وي زموږ د درملنې لپاره راکوي.