پيريان يا جنيات موجود مخلوق دی

جنيات يو موجود مخلوق دی چې له وجود څخه انکار يې کفر دی ځکه چې دجنياتو د وجود څخه انکار له قرآن او سنتو نه انکار دي نو پدې بنا د جنياتو په وجود ايمان يو له جملې د ايمان په غيبو دی مونږ هغه نه وينو د اثبات لپاره د الله ج او پيغمبر ص په ريښتنو خبرو باور لرو .
الله تعالی د ابليس او د هغه فوځ په باره کې فرمايي : [إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لا تَرَوْنَهُمْ] (هغه اود هغه ملګري تاسې له يو داسې ځای څخه وينی چې تاسې يې له هغه ځای څخه نشی ليدلای ) اعراف /۲۷ ) .
جنيات له اور څخه پيدا شوی دی چې ځنې يې مسلمان او ځنې کافر دي .
«  وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ »
ځنې د مونږ مسلمان دي او ځنې کافر (جن ۱۴ ) .
  جنيات په عبادت مکلف دي رسول د ثقلين حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د انس او جن دپاره مبعوث شوی دی هغوی د رسول الله ص په حضور کې حاضر شول اوقرآنکريم ته یې عوږ نيولی .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : « قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا (١)يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا (٢)»
ووايه (ای پيغمبره ! ) ماته وحې راليږل شوی ده چې د پيريانو يوې ډلې په غور سره قرآن ته عوږ کيښود ،بيا له بيرته ستنيدو وروسته يې خپل قوم ته وويل مونږ خورا يو عجيب قرآن اوريدلی دی چې د سمې لارې لورې ته لارښونه کوي نو له دې کبله مونږ په هغه ايمان راوړی اوس به مونږ هيچکله له خپل پروردګار سره څوک شريک نه کړو .
آيا پيريان د انسان په وجود اکثر کولای شي ؟ ………… بيا
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.