محترمه سلامونه می ومنه پس دسلامه یو پوشتنه لرم که راته دحوالی سره جواب راکری نو مهربانی به دی وی
سوال می دادی چی مطلقه ثلاثه به هم دزوج پر کور عده تیروی او که چیرته چی ددی خوشه وی ؟
نوم مزمل دی دکوتی حخه ستاسو سره یم
{1}
پوښتنه: که يوه ښځه په عدت کې وي؛ نو کوم شيان پرې بند او کوم ورته ازاد دي ؟
ځواب
یادونه : کومی ښځی ته چه طلاق باين يا مغلظه ورکړ شوی وی هغه به له خاوند څخه هر ډول تعلقات پری کوي او ديوه بيګانه سړی په څير به ورڅخه پرده کوي .
عدت به د خاوند په کور کې تيروي او نفقه په خاوند لازمه ده ځان به هم نه سينګاروي .
که ېو طلق وې او که زیات په ښځه لازم دې چه عدت د خاوند په کور کی تیر کړې .
(ياَيُهَاالنبِىُ اِذَا طَلقْتُمُ النِسَاءَ فَطَلِقُوْ هُنَ لِعِدَ تِهِنَ وَاَ حْصُوْا الْعِدَةَ وَاتَقُوْاللهَ رَبَکُمْ َلا تُخْرِجُوْ هُنَ مِنْ بُيُوْ تِهُنَ وَ َلا يَخْرُجْنَ اِ َلا اَنْ يَاِتيْنَ ِبفَاحِشَةٍ مُبَينَةٍ وَتِلْکَ حُدُوْدُاللهِ وَمَنْ يَتَعَد حُدْودَاللهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ َ(( الطلاق ١:٦٥))
ترجمه : اى نبې ! کله چې تاسى خلک ښځو ته طلاق ورکوى نو هغوى ته د هغوى د عدت لپاره طلاق ورکړۍ او د عدت زمانه سمه و شميرۍ او له الله جل جلاله نه وويريږۍ چې ستاسى رب دى . (( د عدت په زمانه کې))) مه تاسې هغوى د هغوله کورونو څخه باسۍ اونه دې هغوۍ خپله وځي مګرداچې که هغوى دکومى ښکاره بدۍ مرتکبې شي .او دا د الله تعالى ټاکلي حدونه دي او څوک چې د الله جل جلاله د حدونو څخه تېرى وکړي هغه به په خپل ځان خپله ظلم وکړي .
کومه مېرمن چې په عدت کې وي، د لاندې شيانو لحاظ بايد وکړي:
۱ د خاوند د مړينې عدت څلورمياشتې او لس ورځې دي، نو که خاوند يې د مياشتې په لومړۍ نيټه مړشي، نو مېرمن به يې څلور سپوږميزې مياشتې بشبړې او لس ورځې نورې عدت تېروي او که په منځ کې کومه نيټه باندې مړ شي، نو بيا به پوره يوسل او دېرش ورځې تېروي.
۲ د عدت پر مهال اړينه نه ده، چې په ځانګړي ځاي کې کښيني بلکې په خپل ټول کور کې ګرځېدلې شي.
۳ که رنځوره شي د درملنې لپاره حکيم او ډاکټر ته تللي شي.
۴ د سر او ځان وينځل ورته روا دي او که د سر درد ولري د درملنې په ډول تيل هم لګولي شي او د اړتيا له مخې د غټو غاښونو ږمنځ هم کارولي شي او همدا رنګه د درملنې په توګه رانجه اچولي شي مګر اړينه ده چې د شپې دې رانجه اچوي او د ورځې دې دهغو صفايي کوي.
۵ د عدت پر مهال مېرمنې ته ډول او سينګار کول، بنګړي اچول، خوشبويي لګول، رانجه اچول،د دنداسې کارول، د سر تيل لګول، ږمنځ وهل، نکريزې لګول، وريښمېنې جامې اغوستل، د ښکلا جامې
اغوستل او همدا رنګه د ګاڼې کارول روا نه دي، بلکې داسې معمولي جامې دې وکاروي چې ښکلا په کې نه وي.
۶ دعدت پر مهال هغې ته د کور نه وتل روا نه دي، خو که مېرمن دومره بې وزله وي چې د ژوند اړتياوې يې نه پوره کېږي؛ نو د مزدورۍ لپاره د باندې وتلي شي، خو چې کله هم د ورځې له کارنه فارغه شي بايد زر تر زره کورته ځان راورسوي او شپه به هرو مرو بل ځاي نه کوې کور ته به راځي .