پوښتنه: د مېرمنو{ ښځو } له پاره څومره ديني او عصري زده کړه اړينه ده ? او بيا په هغو کې له يادو زده کول معتبر دي او که په کتاب ځان پوهول، لکه: د قران کريم ترجمه اوداسې نور؟
ځواب: د مېرمنو له پاره دومره اندازه ديني زده کړې فرض عين دي، چې ديني حکمونه لکه: لمونځ، روژه، زکات، حج او داسې نور پرې ځان ته مالوم کړاي شي او دغه حکمونه په ښه ټوګه وپيژني او بيا يې په ښه ډول ترسره کړي، دغه راز په مېرمنو دنيوي او عصري زده کړه د ټولنې د سمون او جوړښت په موخه هم ضروري ده، ځکه چې د ټولنې سم په نيمه برخه مېرمنې جوړوي، نو دوي په دنيوي ژوند او چارو کې له داسي بيلا بيلو ستونزو سره مخ کېږي، چې نارينه يې نه شي اوارولاي،لکه د اولاد د ناروغۍ ستونزه او داسې نورې ناروغۍ د دغه ستونزو په اوارولو کې مېرمنې د نارينوو په پرتله ښه مرسته کولاي شي، بلکې نارينه ډاکټر ته د دغه ډول ستونزو د اواري له پاره ورتګ يوازې هغه مهال روادي، چې ښځينه ډاکټره نه وي.
خو له دې سره سره د مېرمنو د ديني او دنيوي زده کړو پر مهال شرعي حجاب کول فرض دي، بايد بشپړه پاملرنه هم ورته وشي. ځکه چې ديني ښوونو مېرمنو ته د حجاب ډېره سپارښتنه کړې ده. په کومه ټولنه کې چې پرده نه وي، هغه ټولنه له ډېرو ناخوالو او بد اخلاقۍ سره مخ کېږي، عالمانو او واکمنو ته اړينه ده، چې د مېرمنو د زده کړو له پاره يوه داسې لار غوره کړي، چې د ميرمنو پت او عزت په کې خوندي وساتل شي، خو د مېرمنو د اړتياوو او د فقهاوو ويناوو ته په پام سره د مېرمنود زده کړو سره يو مخ مخالفت او يا هغو ته ناروا ويل ستونزمن بريښي .