پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښته که چیرې پرې دوا استعمال شی { سپرې } نو په اسلام کې څه حکم لرې ؟

سلامونه مې ومنې
تاسو نه ډېره تشکر چې ده خلکو پوښتنې ځوابوې زما پوښتنه ده نامه نه لاندې ویښتو په باره کې ده چې که چیرې پرې دوا استعمال شی نو په اسلام کې څه حکم لرې ځنې ملګرې دا وا ېې که چیرې دا ناروا کار وې نو ولې مخکې خلکوپه توره جهادکاوو او اوس په نورو وساېلو جهاد کیګې –
 فضل محمد denmark nh
taso menawal
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”
 يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د ويښتانو خريل د نامه لاندې ويښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلويښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .
په پورته حديث کې د العانه څخه مطلب د د نر د مخې طرف د شرمګاه پر سر او د هغه شا او خوا ويښتان او همدارنګه د ښځې د شرمګاه شا او خوا ويښتان مراد دي لکه امام نووی چې په شرح ددې حديث شريف کې ليکي :
قال الامام النووي فی الشرح  :المراد بالعانة الشعر الذي فوق ذَكَر الرجل وحواليه وكذا الشعر الذي حوالي فرج المرأة .
د لنګيو ويښتان او د مقعد ويښتان پکې شامل نه دي ځنې فقهاء د مقعد د ويښتانو لرې کول مستحب بولي ، شرمګاه ته نږدې د لنګيو د ويښتانو لرې کول او همدارنګه د مقعد ويښتان څومره چې امکان و لري خريل يې جايز دي ځکه ددې ويښتانو د لرې کولو حکمت نظافت دی .
په فطري سنتو کې اصلاً د شرمګاه شاخوا ويښتان شامل دي هغه ته د نږدې ويښتانو خريل مباح دي شرعي ممانعت نه لري مګر سنت نه دي  .
د دوا په وسيله د شرمګا د ويښتانو لرې کول باک نه لري په شرط ددې چې نومړی دوا ضرر و نه لري .
 
 لیکن دوا ډېر نقصانات لرې دا انسان رګونو ته نقصان رسوې دا ځکه چه
په دې دوایی کی دومره زور او اثر وې چه دومرا مضبوط ویښتان لرې کوې
 نو خامخا نقصان هم رسوې
ځکه چه دلته ېواځی وېښتان نه وې بلکه څرمن غواښه ګونه وغیره وې
بل حکیمان وایی چه د ښځو دویښتانو لرې کولو دوایی { بال صفاء } څرمن توره وې
 دا هم ېواثر دې
اوکه د ېو کامل ډاکټر سره مشوره وه شی نو دا به مناسب وې
د نارينه د پاره خريل مستحب دي او د ښځې د پاره يې ايستل مستحب دي مګر د ويښتانو لرې کول په کومه بله وسيله يا دوا جايز دي ځکه ددې سنتو څخه اصلي مطلب د دغه ويښتانو لرې کول او د نظافت ساتل دي هغه که په هر شي لرې شي .
موسوعة الفقهية ليکي :
لا خلاف بين الفقهاء في جواز إزالة شعر العانة بأيّ مزيل من حلق وقصّ ونتف ونورة ، لأنّ أصل السّنّة يتأدّى بالإزالة بأيّ مزيل ، كما أنّه لا خلاف بينهم في أنّ الحلق أفضل لإزالة شعر العانة في حقّ الرّجل .
أمّا المرأة فيرى الحنفيّة والشّافعيّة أنّ الأولى في حقّها النّتف .( موسوعة الفقهية هيئت کبار علماء اسلام )
و الله سبحانه و تعالی اعلم
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.