پوښتنه: ايا د خاوندانو له پاره روا ده، چې خپلې مېرمنې ته د پرديو خلکو د ليدلو اجازه ورکړي؟
ځواب: په يو څو شيانو کې اجازه خپلې مېرمنې ته کولي شي او له دې پرته په نورو شيانو کې اجازه نه شي کولي او که ويې کړه، نو ګنهګار دي. په کومو شيانو کې چې د وتلو اجازه کولي شي هغه دادي:
۱ــ دمور پلار ليدلو ته د هغوي د رنځ پوښتنې او تغزيه ته او د محارمو ليدلو له پاره.
۲ــ ډاکټره وي او يا د زېږېدنې په کړنلاره پوهېږي او د چا بچي پيدا کېږي هغې ته.
۳ــ که د مړو وينځونکې وي او خلک پرې ښځينه مړي وينځي نو د مړي وينځلو ته.
۴ــ د علم او پوهې تر لاسه کولو له پاره د علم غونډې او مجلس ته، خو که د فتنې وېره وي د علم مجلس ته هم نه شي تلاي.
۵ــ کله چې د دې په چا حق وي او يا د چا په دې حق وي، خو دا چې د فتنې وېره نه وي، کنه بيا هم نه شي تلاي.