پوښتنه:د مېرمنو { ښځو } له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟

تر هر څه د مخه ستاسو دارنه حضور ته د مینی ډک سلامونه وړاندی کومه او هلیه لرمه چی تاسو ټول د ښه صحت خاوندان اووسی.

پوښتنه : د مېرمنو {ښځو} له پاره په تبليغي جوماتونو کې وتل څه حکم لري؟

ځواب: قران کرېم کی رب کرېم داسې فرمایی

( وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفاً خَبِيراً ) .

د دې ایت په تفسیر کی مفسیرېن داسې فرمایی چه په سړو باندې لازم ده
چه په خپلو کورونو کی خپلو ښځو ته د دېن تعلیم ور کړې
لیکن نن سبا سړې خپله د دېن زده کولو ته تیار نه وې نو ښځو ته به څه وا ښایی
په دې فتنونه ډک وقت کی چه د خواصو کورونه هم ترېنه محفوظ نه دې
دا دې اجازت ور کول ېو ګران کار دې لیکن تبليغيانو د ښځو لپاره په تبليغ کې د وتلوپه موخه يو څه ځانګړي شرطونه ټاکلي دي، چې د هغو پابندي کېږي؛ نو له دې امله د مېرمنو لپاره وتل روا دي. بلکې دا يو ضروري کار دي،ځکه چې په دې سره د دين فکر پيدا کېږي او په ټول امت کې ديني عملونه راژوندي کېږي؛ نو که مېرمنې د لاندينيو شرطونو پابندي کولاي شي نو په تبليغ کې دې ووځې که نه نو نه دې ووځې.

۱ چې د مېرمنې د سرپرست يا خاوند اجازه وي او خاوند يا محرم ورسره وي.

۲ د څه فتنې وېره نه وي.

۳ چې د خاوند ، بچيانواو نوروحق لرونکو خلکو حقونه ورسره نه ضايع کېږي.

۴ شرعي پرده يې په بشپړه ډول کړې وي.

۵ په زينت کې به نه ووځې او همدا رنګ به خپريدونکي خوشبويي نه لګوي.

۶ په کوم ځاي کې چې تبليغ کېږي هلته بشپړه پرده موجوده وي او د نا محرمو تګ راتګ په کې نه وي.

۷ د تعليم پر مهال به د مېرمنو اواز نامحرم نه اوري.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.