پوښتنه:د مېرمنو{ ښځو } له پاره پنجابي لباس کول څه حکم لري؟
ځواب: د لباس په لړ کې په انساني فطرت کې ډير توپيرونه او لاملونه شته، د ګڼو سيموبيل بيل خصوصيات، آب هوا، مدني توپير د وسايلو کموالي يا زياتوالي طبعي خوښۍ او نا خوښۍ داسې ځانګړتياوې دي ، چې د جامو په خوښولو اونه خوښولوکې توپير پيدا کوي.د يو خاص وخت له پاره جامه يو ډول کيدلاي شي، مګر هر وخت يو ډول جامې غيري فطري کار دي،ولي چې په خپله الله ج غوښه او هډوکوته د پوستکي په صورت کې کومه جامه وراغوستي ده،هغه يو ډول نه ده، ځکه اسلامي شريعت د انسان له پاره د جامې جوړښت او رنګ نه دي ټاکلي،بلکې دا يې د خلکو طبيعت ته پرې ايښې ده،
مګر بيا هم يو څه بنسټيز اصول يې ټاکلي دي،چې انسان په دې اصولو کې د ننه څرنګه جامه چې وغواړي اغوستلاي يې شي او هغه اصول په لاندې ډول دي:
۱ د مېرمنو له پاره ستر او حجاب اړين دي، نو مېرمن خپل خاوند ته د بدن ټولې برخې ښکاره کولاي شي، البته له اړتيا پرته د حيا وړ برخې ښکاره کول ښه نه دي. په دوهم نمبر کې محرم خپلوان دي، چې هغوي ته د زينت ځايونه څرګندولي شي، لکه سر، مخ، پوندۍ،لاس او پښې او داسې نور.
په دريم نمبر کې نامحرم خپلوان دي،
په څلورم نمبر کې پردي خلک دي،
دوې نه پرده کول فرض دې ېو خبرې ته ډېر خیال وا ساتې چه د تره ځوې د ماما ځوې
دا پردې دې او دوې نه هم پرده لازمه ده
اونن سبا خو فتنه هم ډېره ده او دا د ډېرو پرېشانو او مسائلو سبب ګرځی او د غیرت په نوم قتل
د ښځو د کور نه تښدېدل دا دې لوې سبب د شرعی پردې نه کول دې
او دغه شان قسمه قسم مرضونو سبب ګرځی ؛ نو که کومه مېرمن د کور څخه د باندې ووزې بايد داسې کالي واغوندي چې ټول بدن يې پرې پټ وي.
۲ داچې بايد له هغه لباس څخه ځان وژغوري کوم چې د نارينه وو سره ورته والي رامنځ ته کوي او هغه داسې چې بيا پته نه لګېږي چې دا نر دي او که ښځه، بلکې د داسې لباس کوونکي په حديث شريف کې د لعنت وړ ګرځول شوي دي.
۳ همدا شان بايد له داسې لباس څخه هم ډډه وکړي چې د کافيرانو او فاسقانو سره ورته والي رامنځ ته کوي، ځکه چې له داسې مشابهت څخه هم به حديث شريف کې منع راغلې ده، اوس ماته د پنجابي لباس سمه پته نشته؛ خو تاسې ته مالوم دي تاسي به خپله فکر وکړئ او د هغه درو شرايطو په رڼا کې يې وګورئ که چېرته له دې شرايطو څخه وتلي وي؛ نو کارول يې ناروا دي او که نه وي وتلي ؛نو روادي او يا يې که د خپل خاوند او محارمو پر وړاندې د کور دننه کاروي او د باندي په ستر او حجاب کې ووځي بيا هيڅ باک نشته.