aslamoalaikum warahmatullahi wabarakatohu…za da awdasa pa hakla yaw so pokhtani laram hilla da che rata jawab ye krrai ..
1:-pa komo soratono ki khalak pa jorabo masah kawale she aw pa kom wakht ki pa jorabo masah kawal awdas makroh kawe?
2:-pa komo soratono ki pa char andam awdas sahih kigi?
3;-ka khaza da tekre la paa masah wakrre yane wekhta kheshta na krre aya awdas ye sahih garze ka na/
manana
ثنا
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : استجاء د قضاء حاجت وروسته پاکوالي حاصلولو ته وايي او اودس د مخ ، لاسونو ، پښو مينځلو او د سر مسح کولو ته وايي ، استجاء د قضايي حاجت وروسته تر سره کيږي که استجاء د اودس مخکې شوي وي د اودس کولو په وخت کې استجاء ته ضرورت نشته .
د هر لمانځه د پاره استنجاء ته ضرورت نشته او همدارنګه د باد په وتلو سره هم استنجاء ته ضروت نشته بلکی استنجاء د قضای حاجت ورسته تر سره کيږي د لويو ميتيازو د محل پاکوالی او همدارنګه د تشو متيازو د څاڅکو او رطوبت ښه وچول او پاکول پکار دي .
د باد د پريکيدلو په صورت کې استنجاء پدی وجه نشته چې پدی صورت کې بدن په پلتۍ (نجاست ) نه دې لړل شوی د باد وتل صرف حکمی ( چې په سترګو نه ليدل کيږي ) نجاست دی چې پدی صورت کې صرف اودس کافی دی (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج ۱ ص ۸۶ ) .
او همدارنګه درالمختار ليکی :
وقيل سببها الحدث الحکمية وهو وصف شرعی يحل فی الاعضاء يزيل الطهاره ( درالمختار علی هامش رد المختار ج ۱ ص ۱۳۶ ) .
دوهم : د جرابو په مسحه کې د صحابه کرامو او مذاهبو اختلاف دی د امام ابوحنيفه رحمه الله او امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد په موزو باندې مسحه کول په کار دي .
په دې مسئله کې د صحابه کرامو له وخت څخه تر نن پورې اختلاف دی چې ځنې په جورابو باندې مسح کول جايز بولي لکه ابن شيبه چې د ځنو صحابو اثار نقل کړی دي :
أن أبا مسعود البدري كان يمسح على الجوربين.
عن عقبة بن عمرو أنه مسح على جوربين من شعر.
قال الحسن وسعيد بن المسيب: يمسح على الجوربين إذا كانا صفيقين.
وعن ابن عمر قال: المسح على الجوربين كالمسح على الخفين.
(رواه ابن ابې شيبه ) .
دوهم قول د ابوحنيفه ، شافعی ، او مالک رحمهم الله دی چې په يوازې جورابو نه بلکي جورابو د نعلين سره ، په موزو باندې مسح کول جايز دي .
واستدل هذا الفريق بعدد من الآثار، منها ما رواه البيهقي في سننه، وهي:
عن عبد الله بن كعب يقول: رأيت علياً بال ثم مسح على الجوربين والنعلين.
وعن خالد بن سعيد يقول: رأيت أبا مسعود الأنصاري يمسح على الجوربين والنعلين.
وعن إسماعيل بن رجاء عن أبيه قال: رأيت البراء بن عازب بال ثم توضأ فمسح على الجوربين والنعلين ثم صلى.
دريم : د سر مسحه هم د جرابو د مسح په شان مسئله ده ، د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په سر باندې مسح کول په کار دي نه په پړوني يا تکري ، پګړی يا خولی باندې .
الله سبحانه و تعالی اعلم