په کور کې د سپي ، تصويرونو او مجسمو ساتل څنګه دی؟

اول : په کور کې بې ضرورته د سپي ساتل منع دي:

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :«مَنْ أَمْسَكَ كَلْبًا فَإِنَّهُ يَنْقُصُ كُلَّ يَوْمٍ مِنْ عَمَلِهِ قِيرَاطٌ إِلاَّ كَلْبَ حَرْثٍ أَوْ مَاشِيَةٍ» وعـنه  في رواية: «إِلاَّ كَلْبَ غَنَمٍ أَوْ حَرْثٍ أَوْ صَيْدٍ»([1]).

ژباړه: هر چا چې سپی وساتلو د هغه کس د هرې ورځې له اعمالو څخه يو قراط کميږي مګر د کرهنې د فصل ساتلو ،د کورنيو ځناورو نيولو او په بل روايت کې راغلي مګر دا چې د کرهنې د فصل ساتلو ، دام نيولو او يا د ښکار د پاره وي .

وقال النووي رحمه الله :

” أَنَّهُ يَحْرُم اِقْتِنَاء الْكَلْب بِغَيْرِ حَاجَة , وَيَجُوز اِقْتِنَاؤُهُ لِلصَّيْدِ وَلِلزَّرْعِ وَلِلْمَاشِيَةِ . والأصح : أنه يجوز اقتناء الكلب لحفظ البيوت ، قِيَاسًا عَلَى الثَّلَاثَة المذكورة في الحديث ، عَمَلًا بِالْعِلَّةِ الْمَفْهُومَة مِنْ الْأَحَادِيث ، وَهِيَ الْحَاجَة”

(بې ضرورته په کور کې د سپي ساتل حرام دي ، او د ښکار ، زراعت او ځناورو نيولو د پاره جايز دی ، او د کور حفاظت هم قياس دی په دريو ذکر شویو شيانو کوم چې حاجت دی ) .

د حرمنيو عالم ابن عُثَيمِين ليکي : د ضرورت په وخت کې د کور د حفاظت او چوکدارۍ د پاره په هغه صورت کې جايز دی چې کور يې له

ښار يا کلي څخه وتلی وي او يا په صحرا کې وي .

او په کوم کور کې چې سپی وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ، په حديث شريف راغلي :«لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ» ([2] ).

يعنې: هغه کور ته ملائکې نه ننوځي په کوم کې چې سپی او تصاوير وي .

او کوم کس چې په کور کې بې ضرورته سپی ساتي او محبت ور سره لري مچي کوي يې او په غيږ کې نيسي نو دا عمل د کافر قوم سره تشبح ده ځکه چې دا کار د کافرانو له عاداتو څخه يو عادت دی .

«من تشبه بقوم فهو منهم» د حديث شريف په وعيد کې شامل دی.

د سپي لاړې او پسخورده د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نجس ده .

دوهم : په کور کې د ساه لرونکو تصويرونو ځړول او مجسمو ساتل حرام دي  .

په حديث شريف راغلی : « يَا عَائِشَةُ، أَشَدُّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الَّذِينَ يُضَاهُئونَ بِخَلْقِ اللَّهِ » ([3]).

ژباړه: ای عايشې ! د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دوی کوښښ کوي د الله تعالی د خلقت په مثل شی جوړ کړي  .

کوم کور کې چې مجسمې وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځې ، ځکه دا د کافران سره مشابح عمل دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايلي: «لا تدخل الملائكة بيتا فيه

تصاوير أو تماثيل»([4]).

يعنې : په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

د نجونو د نانځکو په اړه د فقهاؤ اختلاف دی ځنې وايي دا په مجسمو کې نه راځي او ځنې وايي دا هم په مجسمو کې شامليږي . فتاوی المحمودي حنفي پلاستکي نانځکې هم په مجسمو کې داخلې کړي دي ([5]).

د ساه لرونکو تصويرونو او مجسمو بيع او تجارت کول حرام دي ځکه د اسلامي شريعت عامه قاعده ده کوم شی چې حرام وي د هغه بيع او تجارت هم حرام وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم


[1] – رواه البخاري :۲۳۲۲ .

[2] – رواه البخاري ۳۲۲۵ و مسلم ۲۱۰۶ .

[3] – رواه البخاري و مسلم .

[4] – رواه مسلم ۲۱۱۲ .

[5] – فتاوی المحمودي حنفي ۳/۲۱ .

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.

چیټ خلاص کړئ
مرسته
Scan the code
سلام 👋
زه څنګه مرسته کولی شم؟