په ښه نيت د خارجيانو سره کار کول جايز دي ؟

که له خارجیانو سره کار وکړی، ولی یو مقصد دی دا وي چی له دوی نه شی زده کړی، او د دوی په چالونو سر خلاص کړی کوم چی سبا وکولای شی د اسلام په ګټه تری کار واخلی.
او بل داچی که چیری کار ورسره ونکړی ستا پر څای بل څوک داسی راڅي چی هغه ددی خبرو په فکر کی نه وي او دا هیڅ ورته مهم نه وي او د اففانانو پر ضد تری کار واخستل شي.
نو دلته کار کول جواز لري او که نه هیله زر یی ځواب راکړی چی ډیر تشویش لرم

محمد قسيم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په فردي شکل دا نشي کيدای خو که مجاهدينو د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره څوک وګماري نو داسې کول جايز دي

نور کوم خارجيان لکه امريکا ، ناتو او د هغو ملګري شرعاً حربي کفار دی چې اسلام پر وړاندې جنګيږي د هغوی سره معاملات او ټول هغه چارې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هغوی مرسته ورباندې کيږي حرام دي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ) ً الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان (

تفصيل دلته وګورئ :

https://dawat610.com/archives/2500

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *