په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى
محترمو کارکونکو ته اسلام علیکم!
پوښتنه : په وخت د نكاح د ورور جوړولو رواج غلط دى دلته په كابل او پيښور كې دا دستور دى چې مور پلاار موجود وي او كه نه د نكاح په وخت به پردى سړى ورور جوړ كړى بغير دده نه نكاح نه كوي او زمونږ دهند دا دستور دى چې مور او پلار خپله اجازت وركړى او جينئ په خپله هوښياره او اجازت وركړى دواړه خبرې دى او كه څه فرق شته دى ؟
ځواب : چې كوم زمونږ د ملك رواج دى چې د نابالغې دپاره ددې اولياء يعنې پلار نيكه وغيره اجازت وركوى او چې كومه جينئ بالغه وي نو خپله دې ته وارولى شى چې د ستا د نكاح د فلانى سړى سره كيږي په دې باندې دا سكوت كوي او دا سكوت اجازت دى شرعاً هم دا صحيح ده او همداسې كيدل په كار دى(۱) د ورور جوړولو صورت فضول دى او درې څه اصل نه معلوميږي .
(۱) لا تجبر البالغة على النكاح لا نقطاع الولاية بالبلوغ فان استاذنها هواى الولى وهو السنة او وكيله او رسوله او وزجها وليهادا خبرها رسوله او فضولى عدل فسكت عن رده مختارة الخ فهو اذن الدرالمختار على هامش ردالمحتار باب الولى ج ۲ ص ۴۱ ج ۲ ص ۴۱۱ ط س ج ۳ ص ۵۸ . ۱۲