په نړۍ كې د سګرټو د مصرف راپور

د اقتصادي همكاريو او پراختيا د سازمان (OECD) د راپور له مخې په نړۍ كې په سګرټو د روږدو كسانو تر ټولو زياته برخه د يونان په هېواد كې ده.

ددې سازمان لخوا د ۲۰۱۵م كال د راپور په اساس په نړۍ كې د بالغو انسانانو ترمېنځ د سګرټو د څښلو تر ټولو لويه كچه د يونان په هېواد كې ده. په يونان كې ۳۹ سلنه بالغ كسان سګرټ څښي. د سګرټو د څښلو په برخه كې اندونېزيا د ۳۸ سلنې سره دويم ځاى او لېتويا د ۳۴ سلنې سره دريم ځاى لري.
په تركيه كې بيا د بالغو كسانو ترمېنځ ۲۳ سلنه وګړي سګرټ څښي چې په نړۍ كې ۱۱م ځاى لري. دا په داسې حال كې ده چې په ۲۰۰۰م كال كې په تركيه كې د سګرټو د څښونكو كچه ۳۲ سلنه وه.
په راپور كې همداراز راغلي دي چې هر كال د سګرټو د څښلو له امله د اړوندو ناروغيو په پايله كې ۶ ميليونه انسانان خپل ژوند له لاسه وركوي.

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.